Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان او تاجکستان د ډيپلوماټيکو او اقتصادي همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر بېلابېلو برخو د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.

خپور شوی

د

د تاجکستان يوه لوړ پوړي پلاوي د دغه هېواد د ځانګړي استازي پر مشرۍ کابل ته په سفر کې د اسلامي امارت له بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره پر ګډو همکاریو خبرې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر بېلابېلو برخو د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.

دواړو لوریو په ځانګړي توګه پر اقتصادي، ډيپلوماټيکو همکاریو او ګډو سيمه‌ييزو پروژو خبرې کړې دي.

امير خان متقي په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو اوږده تاريخ ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت له تاجکستان جمهوريت سره “ښه اړيکې او ښه ګاونډيتوب” غواړي.

هغه زياته کړې، چې د کابل او دوشنبې ترمنځ همکاري په بېلابېلو برخو کې پراخېږي او هيله ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د دوه اړخيزو اړيکو پر ودې او پراختیا د نورو ناستو شاهدان هم واوسو.

د تاجکستان پلاوي د اړيکو پر پياوړتيا د ټينګار تر څنګ ډاډ څرګند کړ، چې افغانستان او تاجکستان په بېلابېلو برخو کې نږدې او رغنده همکاري لرلی شي.

ویل کیږي، چې دواړو خواوو د ګډو سفرونو، غونډو او د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا لپاره د هڅو پر دوام ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

له ۱۰۰ ډېرو افغان سوداګرو او پانګه‌والو ازبکستان ته سفر وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې؛ په دې درې ورځني سفر کې به د ازبکستان د سردریا ولایت له چارواکو سره لیدنې، د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ ناستې او له تولیدي مرکزونو څخه لیدنې ترسره شي.

Published

on

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي د دغې خونې د مشرتابه او له سل ډېرو افغان سوداګرو او پانګه‌والو پر ګډون د یوه لوړپوړي پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې؛ په دې درې ورځني سفر کې به د ازبکستان د سردریا ولایت له چارواکو سره لیدنې، د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ ناستې او له تولیدي مرکزونو څخه لیدنې ترسره شي.

یادې خونې ویلي، چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخول، د پانګونې هڅول او د اوږدمهالو اقتصادي همکاریو پیاوړي کول دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان پر وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه نور اغېزمن نه‌دي – هند

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواټه‌نني هریش د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ویلي؛ اوسني بندیزونه نور اړین اغېز نه‌لري او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان په اړه یو نوی او رښتینی چلند غوره کړي.

Published

on

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي ویلي، چې د افغانستان په سیاسي وضعیت کې له پراخو بدلونونو سره اوس هغه وخت رارسېدلی، چې نړیواله ټولنه د دې هېواد پر وړاندې د ملګرو ملتونو پر اوسنيو بندیزونو بیاکتنه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواټه‌نني هریش د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ویلي؛ اوسني بندیزونه نور اړین اغېز نه‌لري او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان په اړه یو نوی او رښتینی چلند غوره کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان سیاسي وضعیت د پخوا پر پرتله د پام وړ بدلون کړی او د تنبیهي تګلارو دوام د شته ننګونو په اواري کې مرسته نه‌شي کولی.

د هند استازي همدارنګه د افغانستان په خاوره کې د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) د موندنو پر ډاډ ویلي، چې دغو بریدونو ملکي وګړو ته د پام وړ مرګ‌ او ژوبله اړولې ده.

هریش په خپلو څرګندونو کې پاکستان تورن کړی، چې د افغانستان پر وړاندې یې سوداګریز او ټرانزیټي محدودیتونه لګولي دي او د سوداګرۍ د پراختیا او د افغانستان د اقتصادي وضعیت ښه‌والي ته د زمینې برابرولو لپاره يې د دغو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

په فراه کې پر زر جریبه ځمکه ستر ټرانسپورټي تمځای جوړېږي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو ویلي، د دې پروژې له بشپړېدا سره به د مسافرو د تګ راتګ ستونزې راکمې، د باروړونکو موټرو لپاره به لازمې آسانتیاوې برابرې او د فراه ښار ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي.

Published

on

د فراه ولایت په ختیځ کې پر زر جریبه ځمکې د مسافرو او باروړونکو موټرو لپاره د یوه ستر او معیاري تمځای د جوړولو چارې پیل شوې، چې د لومړي پړاو لګښت یې ۱۲۷ میلیون افغانۍ ښودل شوی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو ویلي، د دې پروژې له بشپړېدا سره به د مسافرو د تګ راتګ ستونزې راکمې، د باروړونکو موټرو لپاره به لازمې آسانتیاوې برابرې او د فراه ښار ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې، دا تمځای د تېلو زېرمه، مسافرخونه، دوکانونه، اداري ودانۍ، جومات او شنه سیمه هم لري.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ صدیق‌الله عابد د پروژې د پرانیستې پر مهال ویلي، چې فراه د سیمه‌ییزو لارو یو مهم مرکز دی او د دې تمځای جوړېدل به د ټرانسپورټي خدمتونو د ښه‌والي او اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوبوي.

چارواکي زیاتوي، چې دغه تمځای د فراه هوايي ډګر ختیځ لوري کرجي سیمې ته نږدې جوړېږي، چې ۳۰۰ جریبه ځمکه یې د مسافرو موټرو او ۷۰۰ جریبه یې د باروړونکو موټرو لپاره ځانګړې شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117