سیمه ییز خبرونه

افغانستان او تركمنستان به د امنيتي همكاريو د پياوړتيا سند لاسليك كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زى وايي، يوه افغان پلاوي د تركمنستان پلازمېنې عشق آباد ته په خپل وروستي سفر كې د هغه هېواد له چارواكو سره په دې برخه  كې هوكړه كړې ده.

جانان موسى زى زياتوي، افغان پلاوي د تركمنستان له چارواكو سره  د ځينو مهمو پروژو د تطبيق پر څرنگوالي هم رغنده خبرې كړي دي.

هغه وويل، د دې سند مسوده به ژر د افغان چارواكو له خوا تركمنستان ته وسپارل شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند په خپله اوونيزه خبري غونډه كې د هغو راپورونو په اړه ناخبري وښوده، چې د كابينې دوه وزيرانو په دوبۍ كې له طالب استازو سره د سولې پټې خبرې كړي دي.

افغانستان له تركمنستان سره شاوخوا ٧٤٤  کيلو متره گډه پوله لري.

Trending

Exit mobile version