تازه خبرونه

افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي همکاریو تړونونه لاسلیک کړل

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۲, ۱۳۹۹)

افغانستان او ترکمنستان د چارشنبې پر ورځ ( د تلې ۹) په کابل کې د برښنا او نوري فایبر په اړه د تفاهم درې هوکړه لیکونه او د اقتصادي همکاریو یو تړون لاسلیک کړ.

د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیک په مراسمو کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني له بیات ګروپ او د ترکمنستان له چالک شرکت څخه هېواد ته د  ۵۰۰ میګاوات برښنا لیږد او نوري فایبر نښلولو تړونونو لاسلیک مننه کړې ده.

احسان الله بیات او د چالک شرکت مشر حکمت سیزار؛ د افغان ولسمشر اشرف غني، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید میردوف، د ترکمنستان سفیر اویزوف خواجه سفرګیدویچ، د کانونو او پترولیم وزارت چارسمبالي محمد هارون چخانسوري په حضور کې د ۵۰۰ میګاوات برښنا او نوري فایبر نښلولو تړونونه لاسلیک کړل.

د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ د دغه هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې ولسمشر غني ویلي: نن مونږ خپل  پخوانی ښه تاریخ ژوندی کوو او د وروستیو کلونو بد تاریخ جبرانوو.

هغه زیاته کړې؛ د بیات ګروپ او چالک خصوصي شرکت له حضور څخه مننه او دا د دې څرګندوی دي، چې د افغانستان او نړیوالو خصوصي شرکتونو یو بل ته لاس ورکړی او ۵۰۰ میګاواته برښنا تامینوي. ترکمنستان نه یوازې افغانستان، بلکې خپلو ټولو ګاونډ هېوادونو ته ښه ګاونډ دی او مونږ بېرته خپلو لرغونو رېښو ته ورګرځو.

 

تاپ پروژه ( د ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د برښنا لیږد) یوه له مهمو پروژو څخه ده، چې د دې پروژې د لومړي پړاو د جوړیدو تړون دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان برښنا شرکت له چالک شرکت سره لاسلیک کړی دی.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او ترکمنستان دوه اړخیزو همکاریو ته په انغوته او شاره کې ویلي، هېواد یې غواړي، چې د دې لویو پروژو له تطبیق سره د انرژۍ د تامین ترڅنګ د دواړو هېوادونو ولسونو ته یې ګټه ورسېږي او زموږ اقتصادي همکارۍ به د ټولو لپاره موثرې وي.

هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې د همکارۍ لپاره زیات فرصتونه شته او ددې اوږدمهالې پروژې ګټې ټولو ته رسیږي.

په پام کې ده چې د دې پروژې د لومړي پړاو په بشپړیدو سره په لومړي قدم کې ۳۰۰ میګاواټه برښنا د هرات او فراه ولایتونو اوسیدونکو ته ووېشل شي.

د افغانستان برښنا شرکت او چالک شرکت ترمنځ د شوې هوکړي پر بنسټ به د دې پروژې لومړی پړاو د یو کال په لړ کې بشپړ شي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان به د دې پروژې له ترانزیټي لارې څخه د کال ۵۰ میلیون دالر د ترانزیت حق ترلاسه کړي.

Trending

Exit mobile version