تازه خبرونه
افغانستان او ترکمنستان د اوسپنېپټلۍ د سکټور د پراختیا دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړل
ویل کیږي، چې د تورغونډۍ بندر منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا سره نښلوي؛ له جوړېدو سره به یې سوداګرو ته پوره اسانتیاوې برابرې او د سوداګریزو کالیو د لېږد بهیر چټک شي.
د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنېپټلۍ مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت، چې د یوه ګډ اقتصادي پلاوي پر مشرۍ ترکمنستان ته تللی؛ دوه پراختیایي تړونونه لاسلیک کړل.
د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه دوه پروژې؛ د تورغونډۍ د بندر د پراختیا او د تورغونډۍ تر صنوبر پورې د ۲۲ کیلومټره پټلۍ د غځولو چارې به ډېر ژر د ترکمنستان هېواد له خوا پیل شي.
ویل کیږي، چې د تورغونډۍ بندر منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا سره نښلوي؛ له جوړېدو سره به یې سوداګرو ته پوره اسانتیاوې برابرې او د سوداګریزو کالیو د لېږد بهیر چټک شي.
