تازه خبرونه

افغانستان او ترکمنستان د ستراتیژیکو همکاریو سندونه تبادله کړل

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۸, ۱۳۹۹)

په کابل کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو سندونه د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي حنیف اتمر او د ترکمنستان د سفیر هوجه ایویزوف تر منځ تېره ورځ له غرمې وروسته لاسلیک او تبادله شول.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د غونډې په بهیر کې حنیف اتمر ترکمنستان یو ښه ملګری، وطنپال او ورور ګاونډ وباله او څرګنده کړې یې ده، چې د ترکمنستان په ګډون له سیمې او ګاونډ هېوادونو سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پراختیا مو د بهرني سیاست لومړیتوب دی.

د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې: دواړو لوریو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پیاوړتیا، سیمه ییزې اړیکې، د سولې له بهیره د ترکمنستان ملاتړ، د سوداګرۍ او ترانزیت پراختیا او پر یو لړ نورو اړوندو مسلو خبرې شوې دي.

په کابل کې د ترکمن سفیر د کابل او عشق آباد ترمنځ د ستراتیژیک تړون د تصویب لپاره د سندونو له بشپړیدو او تبادلې څخه خوښي څرګنده کړې او د سیمه ییزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییز تجارت او ترانزیت په پیاوړتیا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر اهمیت یې ټینګار څرګند کړ.

د ستراتیژیکو همکاریو تړون د ۲۰۱۹ کال  په فبرورۍ کې ترکمنستان ته د ولسمشر غني د سفر پرمهال د کابل او عشق آباد ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو د پراخولو په هدف د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا لاسلیک شوی دی.

Trending

Exit mobile version