پرمختګ او بشپړتیا

افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې پر عملي پیل خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۶, ۱۴۰۰)

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو په دې روستیو کې د ترکمنستان هېواد له مسوولینو سره په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پیل پر عملي بهیر خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د ټاپي اړینې پروژې د چارو د پیل په اړه د ترکمنستان له سفیر سره خبرې وکړې. په دې  کتنه  کې  دواړه لوریو ویلي، چې دواړه هېوادونه د ټاپي پروژې د کار بهیر پیلول غواړي.

د اسلامي امارت مسوولینو د دې  پروژې د عملي  کار د پیل لپاره  چمتووالی ښود لی.

د خصوصي سکتور غړي هم  د دې  پروژې د کار د عملي  چارو پیل د افغانستان اقتصاد لپاره مهم بولي او څرګندوي؛ که د پروژې د پلي کولو پر وړاندې مالي ستونزې نه وي؛ نو اوس د دې و خت رارسیدلی،  چې دا پروژه پلې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي؛ د ټاپي پروژه، چې د افغانستان لپاره خورا اړین اقتصادي ارزښت لري. که مالي ملاتړي همکاري وکړي؛ نو د دې پروژې د عملي کیدو لپاره ترټولو مناسب وخت رامنځته شوی، چې له اقتصادي پلوه د سیمي په هېوادونو کې ژور بدلونونه رامنځته کولی شي.

دا پروژه، چې  له  ترکمنستان پیل او بیا تر هندوستان پورې غزیږي؛ ۱۸۱۴ کیلومټره اوږد والي لري  چې ۸۱۶ کیلومټره د افغانستان له خاوري تېریږي.

د دې  پروژې د پلي کېدو لګښت ۲۲ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر کیږي.

له دې نللیکي په کلني توګه ۳۳ میلیارډ مټرمکعب ګاز لېږدول کیږي.

په دې پروژه کې به په زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او افغانستان ته به د کال ۴۰۰ میلیون ډالر عواید ترلاسه کیږي.

په دې  پروژه کې افغانستان په لومړیو لس کلونو کې ۵۰۰ میلیون مټره، په دوه یمه لسیزه کې یومیلیارډ او په درېیمه لسیزه کې یو نیم میلیارډ مټرمکعب ګاز ترلاسه کړي.

د اقتصادي  چارو کارپوهانو هم د ټاپي  پروژې عملي کیدل د افغانستان او د دې  پروژې د شریکانو لپاره له اقتصادي پلوه خورا مهمه بولي.

دوی  زیاتوي، چې د ټاپي پروژه کولی شي هېواد له اقتصادي ستونزو وژغوري.

اقتصادي کارپوه تاج محمد تلاش وایي: په عملي کیدو سره به په میلیونونه ډالر د هېواد په عوایدو کې زیات شي او په زرګونه هېوادوال به مو کار پیدا کړې. د هېواد په صنعتي کیدو کې مو هم اړین رول ولري.

د هېواد اوسیدونکي هم له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې په هېواد کې د پروژو د پلي کولو بهیر پراخ کړي، چې خلک له بی کارۍ وژغورل شي.

د کابل ښار اوسیدونکی صنیع الله رامین وایي: مونږ له اسلامي مارته غوښتنه کوو، چې هېوادوالو ته د کار د برابرولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي، چې د شته اقتصادي ستونزو د پراخېد مخه پرې ونیول شي.

د ټاپي پروژه، چې د کار عملي چاري يي په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هندوستان د مشرانو له خوا پرانستل شوې او ټا کل شوې وه،  چې په ۲۰۱۹ کال کې ګټی اخستني ته سپارل شوې وه؛ خو د بېلا بېلو ستونزه له کبله دا پروژه په افغانستان کې له خنډ او ځنډ سره مخ وه. اوس، چې اسلامي امارت له واک و ځواک لرخمن شوی؛ وخت به یې د عملي چارو بهیر په ډاګه کړي.

ویل کیږي، چې د دې سترې سیمه ییزې اقتصادي پروژې د عملي پیل لپاره به دروانې میاشتې په اوږ دو کې د ترکمنستان یو پلاوی هم افغانستان ته راشي.

Trending

Exit mobile version