سیمه ییز خبرونه
افغانستان او د مركزي آسيا هېوادونو پر اوږدمهالو مرستو هوكړه وكړه
په كابل كې د قوس په ۲۹ د افغانستان او مركزي آسيا د هېوادونو دوه ورځنۍ غونډه كې تر سره شو.
په دې ناسته كې له افغانستان څخه د نشه يي توكو پر قاچاق د اندېښنې تر څنگ په دې هم ټينگار وشو، چې له نشه يي توكو سره د قاچاق او كار و بار د مخنيوي لپاره سيمه ييزې هڅې مهمې دي.
نشه يي توكي هغه څه دي، چې په افغانستان كې يې پر ډېرو برخو ناوړه اغېزه په ځاى پرېښې ده. په كار ده، چې د دغې زيان اړوونكې پديدې په وړاندې جدي مبارزه وشي.
د ولسمشر د وياند مرستيال فايق واحدي د نشه يي توكو د قاچاق په مخنيوي كې د سيمې همكاري مهمه بولي او زياتوي، چې له همكاريو پرته افغانستان په يوازې سر نه شي كولى دې ستونزې ته پاى وركړي.
په كابل كې د مركزي آسيا شاوخوا د شل هېوادونو استازي فكر كوي، چې د افغانستان لخوا دوى ته د افراطيت او نشه يي توكو خطرونه متوجه دي، خو اوس داسې ښكاري چې دا فكر ورو ورو په بدليدو دى.
په كابل كې د هند سفير امر سينها ويلي، چې:
د مركزي آسيا هېوادونو افغانستان ته د سخت دريځۍ د سرچينې او نشه يي توكو د مركز په توگه كتلي دي. اوس د دې وخت راغلى، چې دا فكر بدل كړو او افغانستان ته د يوه فرصت په توگه وگورو.
په دې غونډه كې يو شمېر سيمه ييز او نړيوالو سازمانو له افغانستان سره د همكاريو ژمنې هم تازه كړې. اروپايي ټولنه وايي چې له افغانستان سره تر راتلونكو اووه كلونو پورې د پخوا په شان همكاريو ته دوام وركوي.
د افغانستان لپاره د اروپا استازي فرانز مايكل ميليبن ويلي، چې:
اروپا غواړي له افغانستان سره د يوه شريك په توگه پاتې شي. مونږ ډاډ وركوو، چې د بدلون په لسيزه كې به له افغانستان سره همكاري وكړو. مونږ د افغانانو پخواني ملګري وو او يو به.
د افغانستان را رواني ټاكنې او د سولې بهير هم په دغه غونډه كې د خبرو په محور كې څرخيده.
په افغانستان كې د ملگرو ملتونو د استازي مرستيال نيكولاس هيسم وايي، چې:
افغانستان په سياسي برخه كې ځيني ستونزې په مخ كې لري. د سياسي قدرت ليږد بايد پوره ډاډمن، خوندې او سوله ييز وي. حكومت بايد په ډاگه كړي، چې د قانون د واكمنۍ او ښې حكومتدارۍ په برخه كې گټور گامونه اوچتوي.
د هغه په وينا په افغانستان كې د پرمختگونو او ثبات لپاره سوله ډېره مهمه ده.
دى وايي، چې له ټاكنو مخكې په افغانستان كې د سولې ټينگښت ناشونى كار دى، خو زياتوي، چې په كار ده د سولې لپاره هڅې لا پسې گړندۍ شي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو ديارلس كلونو كې دا لومړى ځل دى، چې كابل د مركزي آسيا د هېوادونو د دغې ځانگړې ناستې كوربتوب كوي.