تازه خبرونه
افغانستان او روسیه په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د ډالرو کارول پریږدي
دمیتري ژیرنوف له تاس خبري سرچینې سره په مرکه کې ویلي: روسیه او افغانستان تر یو اړخیزو غیر قانوني بندیزونو لاندې دي او له ډالرو څخه لرې کېدل یې یو ښه غوراوی دی.
په کابل کې د روسیې سفیر ویلي، چې مسکو او کابل د لویدیځ له بندیزونو سره – سره په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د ډالر پر ځای روبلو او افغانیو ته مخه کړې ده.
دمیتري ژیرنوف له تاس خبري سرچینې سره په مرکه کې ویلي: روسیه او افغانستان تر یو اړخیزو غیر قانوني بندیزونو لاندې دي او له ډالرو څخه لرې کېدل یې یو ښه غوراوی دی.
هغه يادونه وکړه، چې د روسيې او افغانستان ترمنځ اقتصادي اړيکې او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم چټکه وده کوي.
د روسیې سفیر همداراز ویلي، چې اسلامي امارت د ترهګرۍ له ګواښ سره د مبارزې په برخه کې د مسکو متحد دی او د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره کار کوي.
هغه ټینګار کړی، چې داعش د اسلامي امارت دښمن دی او اسلامي امارت یې له منځه وړي.
ژیرنوف وایي؛ امنیتي وضعیت د بدلون په حال کې دی. داعش د طالبانو (اسلامي امارت) دښمن دی او دوی یې له منځه وړي. که امریکا د افغانستان شتمنۍ کنګل کړې نه وای او دغه هېواد یې په خپلو بندیزونو کې ښکېل کړی نه و؛ ښايي داعش به تر ډېر فشار لاندې راغلی وای.
د روسیې سفیر دا هم ویلي، چې مسکو به د تر بندیز لاندې نوملړه د اسلامي امارت په ایستلو کې خپلو ګټو ته پام وکړي.
اړوند خبرونه:
د افغانستان او روسیې اړیکې ورځ تر بلې پیاوړې کېږي – امیر خان متقي
له اسلامي امارت سره تعامل مو د ملي ګټو اړتیا ده – روسیه