تازه خبرونه

افغانستان او روسې پر دوه اړخیزو همکاریو بحث او خبرې وکړې 

Published

on

کورنیو چارو وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې پرون ( د لیندۍ ۲۹ ) له غرمې وروسته د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د کورنيو چارو وزارت له چارسمبالي سراج الدين حقاني سره وکتل.

په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو اړیکو، امنيتي مسایلو، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر ودې او په سيمه‌ييزو او نړيوالو فورمونو کې له افغانستان څخه د روسيې پر ملاتړ هراړخيزې خبرې وشوې.

سراج الدین حقاني ويلي، په افغانستان کې راغلی امنيت او ثبات د روسيې په ګډون د ټولې سيمې په ګټه دی.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د روسيې ولسمشر ځانګړي استازي د افغانستان امنيت او ثبات د ټولې سيمې په ګټه وباله او د افغانستان د حکومت هڅې يې وستايلې.

ضمیر کابلوف څرګنده کړې؛ روسيه د افغانستان د حکومت دريځونو ته درناوی لري او ټينګار کوي، چې ملګري ملتونه بايد له افغان حکومت سره همغږې هڅې وکړي.

دواړو لوریو ټینګار کړی، چې د افغانستان او روسيې تر منځ دې د دوه اړخيزو همکاریو او سوداګرۍ کچه پراخه شي.

Trending

Exit mobile version