لوبی
افغانستان او سریلانکا نن د آسیا جام سیالیو په دوه یم پړاو کې لومړنۍ لوبه کوي
افغانستان نن شنبه د وږي۱۲ په عربي متحده اماراتو کې د آسیا جام د ۴ غوره لوبډلو د سیالیو لومړۍ لوبه د سریلانکا له لوبډلې سره کوي.
دا لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام پر ۶:۳۰ د شارجې په لوبغالي کې پیل کیږي.
افغانستان په لومړي پړاو کې بریالی شوی و، چې له سریلانکا څخه لوبه آسانه وګټي.
افغانستان په دوه یم پړاو کې دوه یمه لوبه له پاکستان سره لري او د همدې پړاو درېیمه لوبه له هند سره تر سره کړي.
د یادونې ده، چې د آسیا جام د سیالیو وروستۍ لوبه د سپتمبر پر یوولسمه پای ته رسیږي او څو میاشتې وروسته به په آسترالیا کې د شل آوریز نړیوال جام لوبې پیل شي.
لوبی
افغان الف لوبډلې هانګ کانګ ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
افغانستان الف لوبډلې له پرلهپسې دوه ماتو وروسته په دوحه کې د هانګ کانګ پر وړاندې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.
افغانستان الف کرکټ لوبډلې د آسیا د راټوکېدونکو ستورو جام په سیالیو کې هانګ کانګ لوبډلې ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان الف لوبډلې له پرلهپسې دوه ماتو وروسته په دوحه کې د هانګ کانګ پر وړاندې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.
هانګ کانګ لوبډلې د پچې له بایللو او د توپاچونې له پرېکړې وروسته په ۲۱.۳آورونو کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا ۶۶ منډې وکړې.
اللهمحمد غضنفر د افغانستان لپاره څلور ویکټې واخیستې او نصیرخان معروفخېل درې ویکټې واخیستې.
افغانستان الف لوبډلې د ۶۷ منډو هدف په ۱۰.۲آورونو کې د درې ویکټو پر له لاسه ورکولو سره پوره کړ.
دروېش رسولي پر۳۰توپونو ۵۰ منډې وکړې او د افغانستان په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.
دا په دغو سیالیو کې د افغانستان الف لوبډلې لومړۍ بریا ده. افغان لوبډلې له دې مخکې له بنګلهدېش او سریلانکا څخه ماتې خوړلې وه.
لوبی
افغانستان په آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام کې ویټنام ته ۵ پر ۲ ماتې ورکړه
افغانستان له دې بریا سره درې امتیازونه ترلاسه کړل او په B ګروپ کې درېیم ځای ته پورته شو؛ خو حذفي پړاو ته د دې هېواد د تګ برخلیک به د ګروپ د پاتې سیالیو له پایلو سره تړلی وي.
افغانستان د دوشنبې پر ورځ د ۲۰۲۶ز.کال د آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام په« ایافسي» سیالیو کې د B ګروپ د وروستۍ لوبې پر مهال ویټنام ته ۵ پر ۲ ماتې ورکړه او د ګروپي پړاو سیالۍ یې په بریا پای ته ورسولې.
افغانستان له دې بریا سره درې امتیازونه ترلاسه کړل او په B ګروپ کې درېیم ځای ته پورته شو؛ خو حذفي پړاو ته د دې هېواد د تګ برخلیک به د ګروپ د پاتې سیالیو له پایلو سره تړلی وي.
افغانستان لوبه په پیاوړي ډول پیل کړه او د لوبې په درېیمه دقیقه کې محمد اکبر د رامز فاروق له پاس څخه پر ګټه اخیستو لومړی ګول وواهه.
درې دقیقې وروسته د افغانستان دروازهساتونکي محمد اسحاق د خپل نیمایي له دننه څخه پیاوړ دوهیم ګول وواهه او د افغانستان برلاسی یې دوه برابره کړ.
افغانستان خپل بریدونه روان وساتل او رامز فاروق په پنځلسمه دقیقه کې د میدان له منځنۍ کرښې څخه په لرې واټن ویشتلي توپ سره درېیم ګول وواهه.
ویتنام دوه دقیقې وروسته د هو کووک هونګ له لارې یو ګول وواهه. هغه د نګو ټان ټای د کونج له پاس څخه پر ګټه اخیستو د ویټنام د ګولونو حساب پرانیست.
د دواړو لوبډلو له څو هڅو سره- سره افغانستان خپله برلاسي وساتله او احمد نذیر په نههویشتمه دقیقه کې د سر پر ضربې څلورم ګول وواهه.
یوه دقیقه وروسته د ویتنام ټران نګوک باو دوهیم ګول وواهه؛ خو هدایتالله قریشي په څلوردېرشمه دقیقه کې پنځم ګول وواهه او د افغانستان ۵ پر ۲ بریا یې ډاډمنه کړه.
له دې بریا سره افغانستان حذفي پړاو ته د تګ هیله پیدا کړه؛ خو د دې هېواد د صعود برخلیک به د ګروپي سیالیو له بشپړېدا وروسته ښکاره شي.
لوبی
افغانستان د آسیا په اووه کسیز راګبي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه
دغه سیالۍ د شنبې او یکشنبې پر ورځو د چین تایپه( تایوان) کې ترسره شوې.
د افغانستان راګبي ملي لوبډلې په ۲۰۲۶ز.کال آسیا اووه کسیز راګبي سیالیو کې بنګلهدېش ته د ۱۹ پر ۱۰ پر ماتې ورکولو د برونزو مډال وګاټه.
دغه سیالۍ د شنبې او یکشنبې پر ورځو د چین تایپه( تایوان) کې ترسره شوې.
د فیلیپین ملي لوبډلې په پایلوبه کې کوربه چین تایپه ته د ۱۹ پر ۱۴ له ماتې ورکولو سره له پنځه لوبو څخه د پنځه بریاوو پر ترلاسه کولو اتلولي خپله کړه.
چین تایپه دوهیم او افغانستان درېیم ځای خپل کړ او د برونزو مډال یې وګاټه؛ بنګلهدېش په څلورم ځای کې راغی.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، بنګلهدېش، فیلیپین او چین تایپه څلور لوبډلو ګډون کړی و.
-
تازه خبرونه4 days agoد معیار او کیفیت ادارې پلاوي له ایراني بنسټونو سره پر صادراتي او وارداتي خنډونو خبرې وکړې
-
نړۍ2 days agoټرمپ د جمهوري غوښتونکو له ماتې سره -سره خپلې سوداګریزې تعرفې اعلان کړې
-
نړۍ4 days agoټرمپ په فلوریډا کې د ناټو له سرمنشي سره د اوکراین پر سولې خبرې کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پخوانی سفیر له افغانستان سره د سټراټیژیکې هوکړې او خبرو غوښتنه وکړه
-
لوبی5 days agoافغان الف لوبډلې هانګ کانګ ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoمنځنی ختیځ د امریکا او ایران د کړکېچونو د بیا زیاتېدا زغم نهلري – قطر
-
سوداگري4 days agoد افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ کچه ۱.۳۸ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې او د همکاریو پر پراختیا خبرې کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د امریکا له بنده د افغان خبریال د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
