سوداگري

افغانستان او عربي اماراتو د هوایي ډګرونو او ځمکنیو خدماتو تړون لاسلیک کړ

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳, ۱۴۰۱)

د ترانسپورت وزارت او د عربي متحده  امارا تو د ګاک جي – ۴۲ خصوصي شرکت ترمنځ د هېواد په هوایي ډګرونو کې د غوره خدماتو د وړاندې کولو لپاره تړون لاسلیک کړ.

د هېواد د هوایي ډکرونو د دغه تړون له مخې به د ګاک کمپنۍ د کابل، کندهار، مزارشریف او هرات په هوايي ډګرونو کې الوتکو ته د الوتنو پر مهال  ځمکني غوره خدمات چمتو کوي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د دغه تړون د لاسلیک کېدو پر مهال ویلي، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي پياوړتیا لپاره پوره هڅه کوي، چې له دغه تړون سره به ټولې نړیوالې هوايي کمپنۍ د امن په فضا کې افغانستان ته الوتنې پيل او د سوداګرۍ کچه به ورسره لوړه شي.

ملا عبدالغنی برادر ډاډ زیاته کړې؛ په افغانستان کې امنیت تامین شوی او پانګوال د افغانستان  د کانونو په ګډون په هر برخه کې، چې د پانګونې لیوا لتیا لري؛ پانګونه  وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان غواړي، چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اقتصادي او هر اړخیزې اړیکی ولري.

د ترانسپورت وزارت مسوولینو ویلي د دې تړون له لاسلیک سره به د افغانستان هوایي ډګرونو ته نړیوالې الوتنې پيل شي.

د ترانسپورت وزارت سرپرست مولوی حمیدالله  اخوندزاده څرګنده کړې؛ له دې تړون وروسته به د هېواد له هوايي ډګرونو الوتنې ډېرې شي او زمونږ په عوایدو او صادارتو کې به هم پراختیا رامنځته شي.

د عربي متحده امارتو د ګاک شرکت مشر رزاق اسلم محمد عبدالرازق ویلي: مونږ هیله من یوو، چې  د خدمتونو له پیل سره به نور نړیوال شرکتونه، چې د افغانستان د الوتنو لپاره کاروي هم  زمونږ له خدماتو برخمن او ځنډیدلي نړیوال پروازونه بېرته افغانستان ته پیل او پراخه شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت او د عربي متحده امارتو د هوايي ډګرونو د خدماتو په برخه کې د نويو فعالیتونو پیل د افغانستان د اقتصاد لپاره اړین بولي او زیاتوي، چې باید دهېواد د هوايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره نورې هڅې هم  تر سره شي.

د یادونې ده، چې د هېواد د څلورو هوايي ډګرونو (کابل، کندهار، هرات او مزارشريف) د تنظيم او مدیریت قرارداد نن سې شنبه د غبرګولي ۳ د لومړي وزیر د مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیر خواه، د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر حمید الله اخوندزاده او نورو لوړ پوړیو چارواکو په حضور کې د عربي متحده اماراتو د ګاک شرکت له مشر رزاق اسلم محمد عبدالرازق سره لاسلیک شو.

Trending

Exit mobile version