لوبی

افغانستان او عربي متحده اماراتو د همکارۍ ګډ هوکړه لیک لاسلیک کړ

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۶, ۱۴۰۱)

د افغانستان کرکټ بورد ويلي، چې د افغانستان او عربي متحده اماراتو کرکت بورد ترمنځ د هر اړخیزو همکاریو پېنځه کلن هوکړه لیک لاسلیک شو، چې  له مخې به یې د دواړو لوبډلو تر منځ هر کال درې شل آوریزې لوبې کیږي.

د افغانستان کرکت بورد د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان کرکت بورد د دغو سیالیو په بدل کې هیڅ لګښت نلري.

دا په عربي متحده اماراتو کې د خپلو سیالیو کوربتوب کوي او د هوکړې له مخې د یاد هېواد لپاره د ویزې ترلاسه کول آسانه دي، چې د پیسو د سپما په برخه کې لویه لاسته راوړنه ده.

د دې ترڅنګ عربي متحده اماراتو د افغانستان کرکت بورد ته د دغه هېواد په سپورتي کمپلیکس کې یو دفتر ورکړی او د بازارموندنې او مالي ملاتړ په برخه کې به لازمې مرستې او همکارۍ هم وکړي.

همدارنګه د افغانستان کرکت بورد وايي، چې د دې هوکړې پر بنسټ به د عزبي متحده اماراتو کرکت بورد د افغانستان په کوربتوب د لوبو پر مهال د دغه هېواد د ملي لوبډلې د مسوولینو او لوبغاړیو لپاره د ویزو په اخیستلو کې د افغانستان کرکت بورد ته آسانتیاوې برابرې کړي.

د افغانستان کرکت بورد اجرائیوي رییس نصیب خان وايي؛ دا له سترو لاسته راوړنو ډک هوکړه لیک دی، چې پر اساس به یې دواړه لوبډلې په ښه توګه ترې ګټه پورته کوي او دا د دوه اړخیزو همکاریو یو ستر پل دی.

نصیب خان زیاته کړې: دا تړون د ۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی او مونږ به هر کال د عربي متحده اماراتو د کرکت له ملي لوبډلې سره درې شل آوریزې سیالۍ ترسره کوو، چې د دغو سیالیو په بدل کې به له مونږ څخه د اجازې غوښتنه نکیږي. په هغو لوبو کې، چې مونږ به یې په دې هېواد کې کوربتوب وکړو؛ د ویزې اخیستل به آسانه وي. د افغانستان کرکت بورد لپاره به د دغه هېواد په سپورتي کمپلیکس کې یو دفتر ځانګړی او د دغه هېواد د بازارموندنې له څانګې سره به لازمه همکاري وشي.

نصیب خان زیاته کړې: له دې مخکې مونږ د نورو لوبډلو د کوربتوب لپاره دومره مشخص ځای نه درلود. اوس، چې مونږ د عربي متحده اماراتو له کرکت بورد سره د همکارۍ دغه تړون لاسلیک کړی، مونږ ډاډه یوو، چې په دغه هېواد کې د نورو لوبډلو کوربتوب کولی شو.

د دې ترڅنګ د عربي متحده اماراتو کرکت بورد چارواکي وايي، چې دغه هوکړه لیک د دوه اړخیزو همکاریو لپاره ښه زیری ورکوي او د سیالیو په تنظیم او ګڼو نورو برخو کې به آسانتیاوې رامنځته کړي.

د افغانستان کرکټ بورد د معلوماتو له مخې؛ دغه هوکړه به د کوربه هېواد د یو خوندي او د لاسرسي وړ ځای په رامنځته کولو او لګښتونو کې د ژغورنې په برخه کې د هېواد له کرکت بورد سره ډېره مرسته وکړي.

Trending

Exit mobile version