سوداگري

افغانستان او قزاقستان د سیمه ییزو تولیداتو د ودې لپاره ګډ نندارتون جوړوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۳, ۱۴۰۲)

د صنعت او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې؛ هڅه کوي، چې د قزافستان په نندارتون کې د هېواد تولیدات او محصولات په منظم  ډول نندارې ته وړاندې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت تویت کړی، چې د نندارتونونو جوړول د هېواد خصوصي سکتور او کورنیو تولیداتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې ښه فرصت دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا د قزاقستان په جوړیدونکې نندارتون کې د افغان صنعت کارانو او تولیدوونکیو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

یاد وزارت وايي، چې په دې نندارتون کې به د افغانستان کورني تولیدات په منظم ډول  نندارې ته وړاندې شي.

د خصوصي سکتور غړي هم  څرګندوي، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه ورته تر ټولو ښه مارکیت دی او له صنعت اوسوداګرۍ وزارته غوښتنه کوي، چې په داسې نندارتونونو کې د خصوصي سکتور ګډون لپاره اسانتیاوې زیاتې کړي.

دې پانګوالو، چې په افغانستان کې میلیونه دالر پانګونه کړې؛ د صنعت او سوداګرۍ له وزارته غوښتنه کوي، چې په نورو هېوادونو کې د نندارتونو جوړیدو لپاره هڅې چتکې کړي.

د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان  وایي: زما له نظره د افغان تولیدوونکیو لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو په مارکیتونو کې فروشات زیات مهم  دي او په دې نندارتون کې د هېواد د تولیداتو برخه اخستنه خورا مهمه بولي او زیاتوي، چې مونږ کولی شو خپل تولیدات په کې نندارې ته وړاندې کړو.

د اقتصادي چارو کارپوهانو باور هم دادی، چې د هېواد د تولیداتو لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو په مارکیتو نو کې خورا لوړ ظرفیت شتون لري او د صنعت او سوداګرۍ له وزارته هیله لرو، چې په دې فرصتونو کې د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ډېرې هڅې وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی کمال الدین کارکړ وایي: زما له نظره د قزاقستان په ګډون د ټولې منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د هېواد د اقتصادي اړیکو پراختیا اړینه ده. باید له داسې چانسونو څخه په لوړه کچه ګټه پورته شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په دې نندارتون کې د ګډون لپاره تابیاوې نیول شوي دي او په دې نندارتونو کې به د افغان کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شي، چې له دې کار سره به د افغانستان تولیداتو لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو په مارکیتونو کې بازار موندنه هم وشي.        

Trending

Exit mobile version