تازه خبرونه

افغانستان او پاكستان پخپلو سرحدي سيمو څار نه لري- ايران

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ايران د كورنيو چارو وزير وايي، په سرحدي سيمو كې د افغان ځواكونو له خوا نه څارنه سبب شوې، چې وسلوال اورپكي په كې زيات فعاليت وكړي.

تهران په دې باور دى، چې كه د اورپكو پر خلاف په دې هېوادونو كې مبارزه جدي نه شي، دا به ايران ته ستر گواښونه پيښ كړي.

همدا راز د ايران د كورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني وايي:

د افغانستان او پاكستان تر منځ د گډ سرحد په اوږدو كې د اورپكو فعاليت د ايران لپاره جدي گواښ دى او خبردارى وركوي، چې كه اسلام آباد په دې برخه كې جدي مبارزه ونه كړي، ايران به خپله لاس په كار شي او سرحدي سيمو ته به ځواكونه وليږي.

ايران پر افغانستان او پاكستان نيوكه كوي، چې پر خپلو سرحدونو د څار لپاره افراد نه لري.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د ايران د دې چارواكي څرگندونې رد كړې.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ټينگار كوي، چې د افغانستان ټولې سيمې د امنيتي ځواكونو له خوا اداره كيږي او دې ځواكونو د سيمې د امن لپاره هم قربانۍ وركړي ده.

ايران او پاكستان هغه هېوادونه دي، چې د افغانستان پر حالت ژور اغېز لري او دواړه تورن دي، چې د افغانستان په چارو كې لاسوهنې كوي.

Trending

Exit mobile version