تازه خبرونه

افغانستان او پاکستان باید د یو او بل کرامت وساتي- ستیفن ادلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل کې له خونړیو حملو وروسته، د افغانستان او پاکستان اړیکې یو ځل بیا په بې سارې توگه ترینگلې شوي او ولسمشر غني په خپلو توندو خبرو کې پاکستان د ترهگرو ځاله او ملاتړی هېواد بللی دی، خو امریکایی چارواکي اوس هم پر گډه مباره ټینگار کوي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار ستیفن ادلي ویلي، چې افغانستان او پاکستان باید د یو او بل کرامت وساتي او د خپل گډ دښمن په وړاندې، چې طالبان او نورې ترهگرې ډلې دي، فعالیت وکړي.
دغه خبرې داسې مهال کیږي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان د ترهگرۍ مرکز او د طالبانو ملاتړی بللی او پر دغه هېواد یې سختې نیوکې کړي دي.
ستیفن ادلي وایي، دواړو هېوادونو ته کیلي باید دا وي، چې د یو او بل حاکمیت او کرامت وساتي؛ هیڅ یو باید د هغې ډلې ملاتړ ونه کړي، چې بل ته گواښ دی. د گډ دښمن په وړاندې باید گډه مبارزه وشي، ترهگري د دواړو هېوادونو گډ دښمن دی او باید په گډه یې په وړاندې همکاري وکړي.
ښاغلی اډلی یو ځل بیا له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو له بهیر د واشنگتن پر ملاتړ ټینگار وکړ.
په افغانستان کې نظر داسې دی، چې د پخلاینې له بهیر او د جگړو له پراختیا ملاتړ کیږي؛ څه، چې مهمه ده هغه فرصت دی، چې پاکستان یې لري او طالبان باید امتحان کړي. ودې ویني، چې هغوي سولې ته علاقه لري یا نه او مونږ هم اړتیا لرو، چې هغوي امتحان کړو.
مخکې له دې د افغان حکومت او طالبانو خبرې په پاکستان کې تر سره شوي؛ خو د دوه یم پړاو خبرو په درشل کې د ملا محمد عمر د مړینې د خبر اعلان او د کابل وروستیو خونړیو حملو له دغه بهیر څخه تمرکز بل لورته بدل کړ او اوس هم نه ده معلومه، چې برخلیک به یې څه وي.
خبریاله: نذیره عظیم کریمی.

 

 

 

Trending

Exit mobile version