تازه خبرونه

افغانستان او پاکستان د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره ګډ کار کوي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۶, ۱۳۹۹)

افغانستان او پاکستان هوکړه کړې، چې د ګوزڼ ویروس پرضد په مبارزه کې ګډه همکاري پراخه او ماشومان له دې ناروغۍ وژغوري.

د پاکستان د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړو ادارې ویلي، چې دا پرېکړه د سې شنبې پر ورځ د افغانستان  له پولیو سره د مبارزې مرکز په یوه ویډیو کې رامنځته شوه او ټاکل شوې، چې له راتلونکي کاله پلي شي.

په اعلامیه کې راغلي: د افغانستان او پاکستان تر منځ پراخ تګ راتګ ته په پاملرنه د دې واکسین پلي کول ګران دي؛ ځکه، چې د ویروس د خپریدو مخنیوی ستونزمنوي.

د پولیو په مرکز کې همغږي کونکې رانا صفدر ویلي؛ پاکستان او افغانستان ژمن دي، چې د ویروس د خپریدو په وړاندې د مبارزې لپاره د یوې ډلې په توګه په ګډه کار وکړي.

هغې زیاته کړې؛ دا همکاري په تېرو وختونو کې د ګوزڼ پېښو په کمولو کې اغېزمنې وې او مونږ یې ملاتړ کوو.

افغانستان او پاکستان له هغو هېوادونو څخه دي، چې تر دې دمه په کې د ګوزڼ پیښې ثبتیږي.

د یادونې وړ ده، چې پولیو واکسین د کرونا ویروس له خپریدو وروسته ودرول شو؛ خو اوس بیا پیل شوی دی.

Trending

Exit mobile version