سیمه ییز خبرونه
افغانستان اړتيا لري، چې له امريكا سره امنيتي هوكړه ليك لاسليك كړي
افغانستان اړتيا لري، چې له امريكا سره امنيتي هوكړه ليك لاسليك كړي، او بايد د دې تړون پر وړاندې له احساساتو كار وانخيستل شي. يو شمېر افغان سناتورانو د دې مطلب په څرګندولو سره له جوړېدونكې مشورتې لويي جرګې او له امريكا سره د امنيتي هوكړه ليك له لاسليك څخه خپل ملاتړ وښود.
په مشورتي لويه جرګه كې د امنيتي سند پر سر له سلا مشورو وروسته بايد سناتوران د سند متن تائيد او يا هم رد كړي، د دې سند پر وړاندې سناتوران په دوو ډلو وېشل شوي دي. كومه ډله، چې د دې سند ملاتړ كوي، د لويي جرګې جوړول يوه اړتيا ګڼي.
دا هوكړه ليك دلته له مخالفتونو سره هم مخامخ دى.
كوم سناتوران، چې د كابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي هوكړه ليك لاسليك ته شين څراغ ښيي، له لويې جرګې له جوړېدو او د امنيتي هوكړه ليك له لاسليك سره مخالفتونه له وخته وړاندې خبره بولي.
بل خوا د امنيت په اړه خبرو كې، يو زيات شمېر سناتورانو د افغانستان ګاونډيان د لويې جرګې د امنيت په ګډوډولو تورن كړل.
د كابل او واشنګټن تر منځ امنيتي هوكړه ليك، چې ټاكل شوې د مشورتي لويې جرګې له سلا مشورو وروسته د افغانستان ملي شورا ته واستول شي، دا چې د ملي شورا غړي به د دې هوكړه ليك پر وړاندې څه ډول چلند وكړي، د وخت په تېرېدو سره به جوته شي.
