تازه خبرونه
افغانستان باید ډېر ژر د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته استازی وروپېژني
د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان د استازي نه شتون کولی شي دغه هېواد له ډېرو فرصتونو بې برخې او د سوداګرۍ بهیر له ننګونو سره مخ کړي.
له کلونو کلونو هڅو وروسته افغانستان وکړی شول، چې تېر میلادي کال د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړی شي. دې پرمختګ یو لړ هیلې را وټوکولې، چې ممکن سوداګري وغوړیږي؛ خو اوس هم افغانستان په دې سازمان کې استازی نه لري.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د نړیوالو اړیکو رییسآذرخش حافظي وایي، د دغه سازمان له آسانتیاوو برخمن کیدل آسانه نه دي؛ د دې لپاره، چې د هېواد ناخالصو تولیداتو ته د ودې زمینه برابره کړو باید ټول بالقوه ظرفیتونه وکاروو، چې په دې سازمان کې د افغانستان ونډه ډېره شي.
د نوموړي په وینا؛ د دغو هڅو ترڅنګ په کې د افغان استازي شتون ډېر اړین دی.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي، ډېر ژر به دې سازمان ته د افغانستان استازی وروپېژندل شي.
د نهوموړي په وینا؛ د وزارت په نوي تشکیل او جوړښت کې دغه سازمان ته د افغانستان استازی منظور او منل شوی، چې ډېر ژر به دې سازمان ته یو کس د ولسمشرله منظورۍ وروسته وروپېژندل شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې؛ همدا اوس یو افغان پلاوی په جینوا کې دی، چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان پر خدمتونو او آسانتیاوو خبرې وکړي.
خبریاله: لیدا نیازۍ