تازه خبرونه
افغانستان باید یوازې له امنیتي زاویې ونه څېړل شي- محمودخان اچکزی
اچکزي د یکشنبې پر ورځ په کوټه کې د یوې درې ورځنۍ جرګې د پرانیستې پر مهال ویلي: افغانان د خپل هېواد په اړه په بحثونو کې؛ لکه د شانګهای همکاریو ټولنې په ناستو کې بشپړ حضور او استازیتوب نهلري.
د پښتونخوا عوامي ملي ګوند مشر او د پاکستان د ملي شورا د مخالفانو مشر محمود خان اچکزي ويلي، افغانستان په سیمهییزو ناستو کې تر ډېره له امنیتي زاویې څېړل کېږي.
اچکزي د یکشنبې پر ورځ په کوټه کې د یوې درې ورځنۍ جرګې د پرانیستې پر مهال ویلي: افغانان د خپل هېواد په اړه په بحثونو کې؛ لکه د شانګهای همکاریو ټولنې په ناستو کې بشپړ حضور او استازیتوب نهلري.
هغه زیاته کړې، د سیمې امنیتي ستونزې یوازې له افغانستان سره تړاو نهلري او د جګړو، بهرنیو لاسوهنو او د سترو او سیمهییزو هېوادونو د سیالیو رول هم باید په پام کې ونیول شي.
اچکزي ویلي؛ هغه ځواکونه او نیابتي ډلې، چې د سړې جګړې پر مهال په افغانستان کې ښکېل ول، د دغه هېواد په ویجاړۍ کې تاریخي مسوولیت لري.