Connect with us

لوبی

افغانستان بنګله دېش ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماته ورکړه

د بنګله‌دېش لوبډلې په ۵۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو پر سوځېدو ۲۴۴ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه.

خپور شوی

د

افغانستان د متحدو عربي اماراتو په شارجه کې له بنګله دېش سره د درې یو ورځنیو لوبو وروستۍ لوبه د ۵ ویکټو پر توپیر وګټله.

د دې لوبلړ پچه بنګله‌ دېش وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

د بنګله‌دېش لوبډلې په ۵۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو پر سوځېدو ۲۴۴ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې د لوبې په ۴۹ اوور کې ټاکلی هدف پوره کړ.

په افغان لوبډله کې د رحمان الله ګوربز ۱۰۱ او عظمت الله عمرزي ۷۰ منډې برخلیک ټاکونکې وې. دې دواړو لوبغاړو له محمد نبي سره هم زړه‌راکښونکې ملګرتیا وکړه او افغان ملي لوبډله یې بریالۍ کړه؛ عمرزی د دې لوبې غوره لوبغاړی یاد شو او ګوربز خپله اتمه سلیزه جوړه کړه.

د دغو لوبو د لړۍ لومړۍ سیالي افغانستان په ۹۲ منډو ګټلې؛ خو دوه‌يمه يې بيا د ۶۸ منډو پر توپير بايللې وه.

په لومړۍ لوبه کې افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی توپوهنه کړې وه او بنګله دېش ته يې د ۲۳۷ منډو هدف ټاکلی و، چې بنګله دېش یې پر پوره کولو بریالی نشو. په دې لوبه کې الله محمد غضنفر د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو غوره لوبغاړی نومول شوی دی.

په دوه‌يمه لوبه کې بیا بنګله دېش ۲۵۳ هدف وټاکه، چې افغانستان يې په پوره کولو بريالی نشو.

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو تر اوسه ټولې ۱۸ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۱۱ یې بنګله دېش او اووه افغانستان ګټلې دي.

International Sports

ټوټنهام او چارلټن؛ آریانا ټلویزیون افغان مینه‌والو ته د ای‌اف‌ال جام لوبه خپروي

دواړه لندنۍ لوبډلې د ای‌اف‌ال جام په دوه‌یم پړاو لوبه کې سره مخامخ کېږي؛ ټوټنهام هڅه کوي بل پړاو ته لار ومومي، خو چارلټن غواړي د انګلستان د غوره لیګ پر سیالې لوبډلې بریا خپله کړي.

Published

on

د افغانستان فوټبال مینه‌وال کولی شي نن( چارشنبه د وږي څلورمه / د اګست شپږویشتمه) د کابل پر وخت د شپې ۱۱:۱۵ له آریانا ټلویزیون څخه د ټوټنهام هاټسپر او چارلټن اټلټیک لوبه پر ژوندۍ بڼه وګوري.

دواړه لندنۍ لوبډلې د ای‌اف‌ال جام په دوه‌یم پړاو لوبه کې سره مخامخ کېږي؛ ټوټنهام هڅه کوي بل پړاو ته لار ومومي، خو چارلټن غواړي د انګلستان د غوره لیګ پر سیالې لوبډلې بریا خپله کړي.

ټوټنهام د کاغذ پر مخ د دې لوبې غوره لوبډله بلل کېږي او په غوره لیګ کې د دې لوبډلې تجربه ښايي د سیالۍ په ګټلو کې ورسره مرسته وکړي؛ خو د جام سیالۍ د ناڅاپي پایلو لپاره هم مشهورې دي او چارلټن له هر رامنځته شوي فرصت څخه د ګټې اخیستو هڅه وکړي.

دا لوبه ټوټنهام ته د دې پړاو په پیل کې د ډېرې همغږۍ او بریاوو د لړۍ د رامنځته کولو بل فرصت برابروي. په داسې حال کې، چې چارلټن به له دې لوبې د انګلستان له یوه ستر کلب سره د خپلې وړتیا د ازمېښت لپاره کار واخلي.

ای‌اف‌ال جام د انګلستان فوټبال په بېلابېلو کچو کې د لوبډلو لپاره د اتلولۍ د ګټلو له مهمو لارو څخه دی او لوبډلې هڅه کوي له هر پړاو څخه تېرې شي او د ویمبلي لوبغالي تر پایلوبې ځان ورسوي.

افغان فوټبال مینه‌وال کولی شي نن شپه د کابل پر وخت له ۱۱:۱۵ څخه د آریانا ټلویزیون له لارې د ټوټنهام هاټسپر او چارلټن اتلټیک لوبه پر ژوندۍ بڼه وګوري.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د کرکټ په آسیايي شورا کې د څوکۍ لرلو حق ترلاسه کړ

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، دغه پرېکړه د دې ادارې د عمومي مشر میرویس اشرف پر وړاندیز وشوه، چې د آسیايي کرکټ شورا د غړو له پراخ ملاتړ او تائید سره مخ شوه.

Published

on

افغانستان د آسیايي کرکټ شورا«ای‌سي‌سي» په وروستۍ کلنۍ عمومي غونډه کې د دې شورا د مشرتابه په بهیر کې د څوکۍ لرلو او د آسیايي کچې د مهمو سیالیو د کوربتوب حق ترلاسه کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، دغه پرېکړه د دې ادارې د عمومي مشر میرویس اشرف پر وړاندیز وشوه، چې د آسیايي کرکټ شورا د غړو له پراخ ملاتړ او تائید سره مخ شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ د دې څوکۍ ترلاسه کول په آسیا کې د افغانستان پر کرکټ د زیات شوي باور او اعتبار څرګندونه کوي او هېواد ته زمینه برابروي، چې د آسیایي کرکټ د پرېکړو په بهیر کې نور هم اغېزمن حضور ولري.

دې ادارې زیاته کړې؛ افغانستان به په راتلونکي کې د آسیايي کرکټ شورا د مهمو سیالیو په کوربتوب کې هم مهم رول ولوبوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د آسیايي کرکټ شورا له غړیو څخه د دوی د باور او ملاتړ له کبله مننه کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان او آسیا کې د کرکټ د پراختیا او پیاوړتیا لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي.

د آسیايي کرکټ شورا وروستۍ کلنۍ عمومي غونډه پرون د تایلینډ په پلازمېنه بانکوک کې جوړه شوه، چې د غړیو هېوادونو د کرکټ ادارو عمومي او اجرائیوي مشرانو په کې ګډون کړی و.

Continue Reading

لوبی

آباسین ډیفنډرز د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله

آباسین ډیفنډرز په پایلوبه کې، چې نن(جمعه) ترسره شوه، کابل زلمي ته د ۶۳ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو د دې پړاو اتلولي یې خپله کړه.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱, ۱۴۰۵

آباسین ډیفنډرز لوبډلې د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ په څلورم پړاو لوبو کې کابل زلمي ته ماتې ورکړه او د دغې سیالۍ اتلولي یې وګټله.

آباسین ډیفنډرز په پایلوبه کې، چې نن(جمعه) ترسره شوه، کابل زلمي ته د ۶۳ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو د دې پړاو اتلولي یې خپله کړه.

آباسین ډیفنډرز د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه او په ۲۰آورونو کې یې د اووه لوبغاړو پر سوځېدو ۲۱۳ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۱۴ منډو هدف وټاکه.

کابل زلمي د دغه هدف په تعقیب کې مقاومت ونه‌شو کړی او په ۱۷.۲آورونو کې یې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۰ منډې وکړې او له ماتې سره مخ شو.

د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ څلورم پړاو د اګست پر لسمه، چې د شنبې ورځ وه؛ د کابل په ایوبي کرکټ لوبغالي کې پیل شوی و او نن د آباسین ډیفنډرز پر اتلولۍ پای ته ورسېد.

په دې پړاو کې شپږ لوبډلو؛ پامیر سټارز، شمشاد ایګلز، کابل زلمي، سپین‌غر وارییرز، آباسین ډیفنډرز او بندامیر د اتلولۍ لپاره سیالۍ وکړې.

دغو سیالیو کورنیو لوبغاړو ته زمینه برابره کړه، چې پر لوړه کچه لوبې وکړي او خپل استعدادونه او وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.

د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو ټولې سیالۍ د آریانا ټلوېزیون له لارې خپرې شوې او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کرکټ مینه‌والو وکتلې.

آریانا ټلوېزیون له دې مخکې هم د کابل کرکټ غوره لیګ لومړي، دوه‌یم او درېیم پړاوونه تولید او خپاره کړي او ژمن دی، چې د افغانستان د سپورټ مینه‌والو ته د غوره سپورټي سیالیو پوښښ وړاندې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!