تازه خبرونه

افغانستان به د اورګاډي په واسطه له ګاونډیو هیوادونو سره ونښلول شي – فواید عامه وزارت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د فواید عامې وزارت مسولین وایي، د اورګاډي د هغې پټلۍ په جوړېدو سره به چې چین، افغانستان، ایران، تاجکستان او قیرغیزستان سره نښلوي، سوداګري لا پسې وغوړیږي.
مسولین وایي، د دغې پټلۍ یو زرو یوسلو پنځوس کیلومتره د افغانستان په خاوره کې تیریږي چې د څیړنې کار یې پیل شوی دی.
د چین، ایران، قیرغیزستان، تاجکستان او ایران تر منځ روانه میاشت یوه هوکړه شوې وه چې له مخې به یې د اورګاډي یوه پټلۍ جوړه او دغه هېوادونه سره ونښول شي. دغه پروژه له چین پیل او تر ایران پراخیږي چې دوه زره سل کیلو متره اوږدوالی لري. تر اوسه لا نه ده معلومه چې دغې پروژه باندې به څومره لګښت راځي؛ خو نړیوال بانک، د آسیا پراختیایي بانک او یو چینایي بانک یې تمویل ته چمتووالی ښودلی دی.
ویل کیږي چې د دغې پروژې لومړنۍ څیړنې به د ۲۰۱۶ کال تر پایه بشپړې شي.
د فواید عامې وزارت مسولین له امنیتي بنسټونو غواړي چې د دغې لویې پروژې د امنیت ساتنې په برخه کې ور سره همکاري زیاته کړي.

Trending

Exit mobile version