تازه خبرونه
افغانستان به د نیابتي جګړې ډګر ونه ګرځي – غني
ولسمشر غني وايي اجازه به ورنه كړي چې د اوسنۍ جګړې په پرتله د ترلاسه شوې سولې بيه لوړه وي.
ولسمشر ټينګار كوي چې د سولې د خبرو له پاره مناسبه فضا رامنځ ته شوې او كه داخبرې ژر پيل نه شي؛ مسوليت به يې د هغو كسانو پرغاړه وي چې د خلكو د وينو په تويولو عادت شوي دي.
هغه وايي؛ هيله من دى او اجازه به ورنه كړي چې افغانستان د نيابتي جګړې ډګر شي.
ولسشمر غني د ملي شورا د پنځم كال د پرانيستلو په مراسمو كې د افغانستان حكومت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د سولې خبرو ته په نغوتې سره وايي؛ په سيمه ييزه او نړيواله كچه د سولې خبرو ته مناسبه فضا برابره شوې ده، خو ولسمشر وايي اجازه به ورنه كړي چې د جګړې په پرتله د ترلاسه شوې سولې بيه لوړه وي .
په تيرو ديارلسو كلونو كې د افغانستان د لاسته راوړنو چې د كرزي صيب په مشرۍ ترلاسه شوې؛ غوڅه دفاع كوم او پرې به يې نه ږدم چې د سولې په پرتله د جګړې بيه لوړه شي.
ولسمشر ټينګار كوي د لاسته راغلې فضا په احتياط هركلى كوي او اجازه به ورنه كړي چې افغانستان د نيابتي جګړې ډګر وګرځي.
په سيمه كې نوې ماحول مرسته كړې چې د ګواښونو په اړه واحد درك او د ثبات په موخه سيمه ييزه همكاري ته اړتيا رامنځ ته شي، په قاطعيت سره غواړم ووايم چې نه غواړم افغانستان د نيابتي جګړې په ميدان بدل شي.
ولسمشر په دې باور دى چې سوله يوه ملي مسله ده او د هيواد ټول اقشار يې بايد په ټينګښت كې هڅه وكړي.
خبریال:حمید صدیقی