سیمه ییز خبرونه

افغانستان به له امريكا سره د امنيتي تړون په لاسليك كې بيړه ونكړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر حامد كرزى وايي:

له امريكا سره د امنيتي تړون لاسليك ته بيړه نه لري. امنيتي تړون به هغه وخت لاسليك شي، چې د دغه تړون په سند كې د افغانستان شرطونه او گټې په پام كې ونيول شي.

د افغانستان او امريكا تر منځ د امنيتي تړون څرنگوالى په تېر يو كال كې د افغان او امريكايي چارواكو تر منځ د ناندريو اصلي موضوع وه.

دا په داسې حال كې ده، چې په پام كې ده د ۲۰۱۳ م كال تر پايه  په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو جگړيز رول پاى ته ورسيږي.

افغان چارواكي هڅه كوي، چې امريكا د امنيتي تړون په چوكاټ كې افغانستان ته ځانگړي دفاعي ضمانتونه وركړي.

د دغه تړون له لاسليك څخه افغان چارواكي دا تمه لري، چې افغان امنيتي ځواكونه د امريكا په مرسته پياوړي شي او په ځانگړي توگه له افغانستان څخه د ساتنې ځوك تر لاسه كړي.

امريكايي سرتېرو ته د قضايي مصونيت وركول، په افغانستان كې د پاته كيدونكيو امريكايي سرتېرو د شمېر معلومول او د هغوى د فعالت څرنگوالى هغه موضوع گانې دي، چې كابل او واشنگټن پرې بحث كوي.

افغان ولسمشر حامد كرزى وايي:

د افغانستان او امريكا تر منځ امنيتي تړون بايد يوازې دواړو هېوادونو ته ځانگړى ووسي . د سولي او امنيت د ټينگښت، ملي يووالى، ځمكنۍ بشپړتيا او د افغان امنيتي ځواكونو د پياوړي كيدو په شان د افغانستان  نور گټې بايد په پام كې ونيول شي.

د راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو څرنگوالى او شفافيت هم په تېرو څو مياشتو كې د بحثونو په توده موضوع بدل شوى دى.

افغان ولسمشر حامد كرزي يو ځل بيا ژمنه وكړه چې :

راتلونكې ولسمشريزې ټاكنې به هرو مرو تر سره كيږي او د افغانستان خلكو، چې هر چا ته رايه وركړه؛ هغه كس بايد له بدخشان څخه بيا د نيمروز تر ريگستانونو ټول افغان خپل وگڼي. غچ اخيستونكي بايد ونه وسي او د خلكو په وړاندې پراخ نيت او حوصله ولري.

افغان ولسمشر حامد كرزي يو ځل بيا هغه تبليغات رد كړي، چې گواكې له ۲۰۱۴م كال وروسته به په افغانستان كې امنيتي وضيعت خراب شي.

Trending

Exit mobile version