تازه خبرونه
افغانستان به نور د نړۍ د سترو ځواکونو د جګړې ډګر نه وي ـ مولوي متقي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي څرګنده کړې؛ دوی داسې تګلاره خوښه کړې، چې افغانستان به نور د نړۍ د سترو ځواکونو د جګړې او سیالیو ډګر نه وي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیر خان متقي د ترکیې په انقره کې له افغان سفیر او کارکوونکیو سره د اسلامي امارت د تګلارو په اړه یوه ناسته ترسره کړه.
امیرخان متقي په ترکیه کې د افغانستان د سفارت له سفیر او کارکوونکیو سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې د هېواد د پرمختګ لپاره له اوسني نظام پرته بل بدیل نشته او باید د مخالفتونو ځای ملاتړ او همکاري ونیسي.
نوموړي د اسلامي امارت بهرني سیاست ته په نغوته کې ټینګار کړی، چې افغانستان به بیا د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ ډګر ته ورنکړي.
مولوي متقي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ثبات لپاره له اوسني نظام پرته بله چاره نشته. هغه د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو په تړاو یو ځل بیا پخپل پخواني دریځ ټينګار څرګند کړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارسمبالي ملا خیرالله خیرخوا، چې په دې غونډه کې حاضر و وايي، چې ډېر ژر به د هغو افغان څانګوالو د راستنېدو لپاره يو کمېسيون جوړ شي، چې له افغانستان وتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي او په ترکیه کې د افغانستان سفیر او کارکوونکیو تر منځ دا لیدنه دوه ورځې وروسته له هغې کېږي، چې مولوي متقي له هغو هېوادونو سره د اسلامي امارت د ډیپلوماټیک پرمختګ په تړاو خبرې وکړې او زیاتوي، چې په انقره کې د افغانستان سفارت له دوی څخه امر اخلي او ځینو سفارتونو ته یې نور نوي ډیپلوماتان معرفي کړي دي.