سوداگري

افغانستان به په ټولو برخو کې  پر ځان بسیا هېواد شي – ملا برادر

Published

on

(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۱)

د لومړي وزیر لومړی مرستیال وايي؛  هڅه کوي، چې افغانستان په ټولو برخو کې  پر ځان بسیا هېواد شي.

د کابل په بادام باغ کې د بزګر د شپږویشتم څلور ورځني جشن د نمانځلو په ننداریزو مراسیمو کې د اسلامي امارت د مشرتابه په ګډون د هېواد عامو خلکو او بزګرانو هم ګډون کړی دی.

د هېواد د لومړي وزیر لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ټولو برخو کې د افغانستان د پر ځان بسیاینې په برخه کې د هڅو په اړه ټینګار څرګند کړ، چې د کرنې له سکتور څخه ملاتړ او د هېواد د کرنې میکانیزه کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.

ملا عبدالغني برادر، چې نن شنبه د وري ۶ یې په کابل کې د بزګرانو په شپږویشتم جشن کې خبرې کولې په ډاګه کړه؛ د کرنې له سکتور ملاتړ او د افغانستان د کرنې میکانیزه کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.

د لومړي  وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر پدې اړه ویلي؛ د کرنې له سکتور څخه ملاتړ، د اوبو د کانالونو، د شنو او سړو خونو جوړول، د کرنې میکانیزه کول، د اصلاح شویو تخمونو وېش، د کرنیزو محصولاتو بازار موندنه او د کرنیزو آفتونو کنټرول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.

د کرنې وزارت چارسمبالي د هېواد کرنيزو محصولاتو ته د بازار موندنې په برخه کې د هڅو په اړه د خبرو پر مهال له ملي پانګوالو او سوداګرو وغوښتل، چې د کرنې په برخه کې خپلې پانګونې زياتې او آسانتیاوې برابرې کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت چارسمبالی عبدالرحمن راشد وایي: مونږ پر ملي پانګوالو او سوداګرو غږ کوو، چې راشي او په هېواد او د کرنې په سکتور کې پانګونه وکړي. مونږ ژمن یو، چې هغه آسانتیاوې رامنځته کړو، چې پانګوال مو ورته اړتیا لري.

د بزګر مېلې بله برخه د کرنیزو محصولاتو نندارتون جوړ شوی څلږر ورځنی نندارتون دی، چې بزګرانو او تولیدوونکیو ورته خپل کرنیز محصولات د پلور لپاره ایښي دي.

په ننګرهار ولايت کې د کرنيزو توکو د نندارتون يوه ګډونوال صفی الله ويلي: په دې ورځو کې د خلکو کارونه خراب شوي دي.

د بادام باغ د کرنیزو توکو د نندارتون یو بل برخوال حضرت ګُل وایي د الله پاک شکر دی، د تېرو کلونو په پرتله پلور ښه دی؛ خو ګڼه ګوڼه هم ډېره نده.

دې نندارتون ته د کابل په ګډون د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه میرمنې هم راغلي او خپلي لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کوي.

د بدخشان ولايت د کرنيزو توکو نندارتون ګډونوالې مري ګُل وایي: زمونږ محصولات شات، زیره، زنجبيل، کرت، د بدخشان کلچه او موم لایي دي او زه له لس کلونو راپدیخوا په کې ګډون کوم؛ خو سږ کال يې بازار ښه ندى.

له کابله د نندارتون یوه بله برخواله شیما یوسفزۍ څرګنده کړې: زه د اچارو محصولات، مربا، وچه ووږه، د نعناع اوبه، شنه چکني، د سنځلې اوړه، پوډر او داسې نور چمتو کوو، وچوو او بیا یې پلورو.

دا نندارتون به درې نورې ورځي هم په کابل کې د هېواد والو لپاره پرانیستی وي. د نندارتونو جوړونکي وايي، چې له دې کاره مو موخه کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنه ده.

Trending

Exit mobile version