تازه خبرونه

افغانستان به ډېر ژر د سولې او ثبات خاوندشي- غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني له هېواد څخه د شوروي د سرو پوځونو د وتلو په اووه ویشتمه کلیزه کې وویل، چې افغانستان به ډېر ژر د سولې او ثبات خاوند شي او د نورو د اوږو بار به نه وي.

افغان ولسمشر وايي، چې مجاهدینو د خپلو سرښندونو او مجاهدت پر مټ شوروي لښکري اړ کړي، چې له افغانستان څخه ووځي.

ده وویل، چې ډېر ژر به د سولې عالي شورا په رهبرۍ کې جهادي شخصیتونه وگوماري.

دغه راز نوموړي په وسلوالو مخالفینو غږ وکړو،چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

د ملي وحدت حکومت اجرائيه رییس داکتر عبدالله عبدالله یو ځل بیا ټینگار وکړ، چې مجاهدین باید له ترهگرو سره په مبارزه کې ورگډ شي.

ده زیاته کړه، چې افغان امنیتي ځواکونه او وسلوال مخالفین باید له خپلو لیکو کم عمره هلکان وباسي.

دی وايي، چې افغانستان سختې ورځې په مخ کې لري؛ خو په همدې وخت کې وسلوالو مخالفینو ته هم د سوله ییز ژوندانه پیغام ورکوي.

حضرت صبغت الله مجددي بیا له افغان ولسمشر محمد اشرف غني څخه د هغو خبرو له کبله بښنه وغوښته، چې له آریانا نیوز سره یې په ځانگړې مرکه کې کړې وې.

ښاغلي مجددي له آریانا نیوز سره په مرکه کې ویلي وه، چې ولسمشر د حکومت کولو تجربه نلري او په وینا يې له لنډغرو مشورې اخلي.

نوموړي دا هم وویل که، پاکستان له لاسوهنو تېر نه شي په خلاف به یې جهاد اعلان کړي.

دغه راز د پخواني ولسمشر مرستیال محمد کریم خلیلي هم ټینگار وکړ، چې په افغانستان کې باید له عزت او شرف ډکه سوله راشي.

د نړیوال بانک د څېړنو له مخې افغانستان د شوروي د یرغل له کبله کابو دوه سوه څلوېښت میلیارد دالر زیان لیدلی دی.

خبریال: احمد فرشاد صالح

Trending

Exit mobile version