تازه خبرونه

افغانستان بیا هم د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد وپېژندل شو

Published

on

د ملګرو ملتونو د کلني نوملړ له مخې فنلنډ په پرله پسې توګه د نړۍ تر ټولو خوشحاله او افغانستان بیا د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد بلل وپېژندل شول.

د نوي خپاره شوي نوملړ له مخې؛ لبنان له افغانستان وروسته د نړۍ له غمجنو هېوادونو څخه دی. په سوکالۍ کې ترټولو ډېره خوشالي په سربیا، بلغاریا او رومانیا کې لیدل شوې.

په افغانستان کې د نورو ستونزو تر څنګ، د افغانانو په منځ کې د ښه سبا لپاره نه انګیزه شته او نه پر راتلونکې د باور فضا موجوده ده.

د دغه راپور پر بنسټ د نړۍ له ۱۴۰ هېوادونو څخه فنلنډ په نړۍ کې لومړی او خوشاله هېواد دی او افغانستان د نوملړ په پای کې او د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد وشمېرل شو. له افغانستان وروسته لبنان او وینزویلا د غمجنو هیوادونو په کتار کې راغلي دي.

فقر، وزګارتیا او په هېواد کې د ښې راتلونکې په اړه ناڅرګندتیا ګڼشمېر ځوانان د وطن پرېښودو ته اړ کړي دي.

دهرات ویلیت یو شمېر خلک وايي، چې د افغانستان د ناکراره هېوادونو په وروستۍ کتګورۍ کې د پاتې کېدو لامل په افغانستان کې د ښه ژوند د امکاناتو نشتوالی دی.

ارواپوهان هم د افغان ولس د ناخوښۍ لاملونه بېوزلي او بېکاري، د نجونو اجباري ودونه او اقتصادي ستونزې بولي.

د ا نوملړ، چې اوس په پرلپسې توګه د لسم کال لپاره خپور شوی، د خلکو د خوښۍ په اړه د خپلو ارزونو، او همدارنګه د اقتصادي او ټولنیزو معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی.

Trending

Exit mobile version