تازه خبرونه
افغانستان ته خبر ورکړ شوی، چې تي تي پي مو سره کرښه ده – پاکستان
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري ويلي؛ افغانستان ته یې خبر ورکړی، چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) د حکومت سره کرښه ده.
بلاول د واشنګتن په سفارت کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي؛ افغان طالبانو (د افغانستان اسلامي امارت) ته ویل شوي، چې که د تي تي پي هڅې بندې نشي؛ زمونږ [پاکستان او افغانستان] اړیکې به هم سمې پاتې نشي.
په پاکستان کې د تي تي پي د بریدونو په شمېر کې زیاتوالي اسلام آباد اندېښمن کړی، چې وروستی هغه یې د بنو د اړوند سیمې یرغمل نیونه ده.
پاکستانیو رسنیو راپور ورکړی، چې د روان کال له پیل راپدیخوا، په خیبر پښتونخوا کې پر پولیسو بېلابېل بریدونه شوي، چې له ۱۲۰ ډېر پولیس وژل شوي او له ۱۲۵ ډېر نور ټپیان دي.
بلاول بوتو زیاته کړې، چې پاکستان د اورپکو پر وړاندې د عملیاتو لپاره له افغانستان سره مرستې ته چمتو دی؛ خو که دا ثابته شي، چې اسلامي امارت د تي تي پي مخه نه نیسي، بیا یې له پامه غورزولی نشو.
بلاول زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت مشرانو هم له امریکا او ټولې نړۍ سره ژمنه کړې، چې په افغان خاوره کې به د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام کوي.