سوداگري
افغانستان ته د ایراني بار وړونکیو موټرو د ننوتلو بندیز لرې شو
د افغان او ایراني چارواکو په دوه اړخیزه ناسته کې هوکړه شوې، چې سمدستي دې هرات ته د ایراني بار وړونکيو موټرو پر ننوتلو ۲۰ ورځنی بندیز لرې شي.
ایراني رسنیو د خراسان ولایت د ټرانسپورټ د مدیر رضوي له قوله لیکلي، چې د دغه بندیز په اړه د افغانستان او ایران په پوله کې د افغانستان او ایران د استازو ترمنځ په ګډه غونډه کې هوکړه شوې ده.
په راپور کې راغلي، چې دواړو لوریو دا هوکړه هم کړې، چې د دوغارون ـ اسلامکلا پوله به د سهار له اووه بجو څخه د شپې تر ۱۱ بجو خلاصه وي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي له دې مخکې ویلي وه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابره شوې او ایراني پانګوال کولی شي په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د اقتصادي چاروکارپوه عبدالنصیر رشتیا ويلي؛ د افغانستان او ایران تر منځ د ترانزیتي او سوداګریزو محدودیتونو لرې کول کولی شي د سوداګرۍ د پراختیا او د کار د لازیاتې اسانتیا لامل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د کابل او تهران ترمنځ د سیاسي او سوداګریزو اړیکو د پراخولو هڅې روانې دي او ایران په سیمه کې د افغانستان تر ټولو لوی اقتصادي شریک یادیږي.