سوداگري
افغانستان ته د ایران د غیر نفتي توکو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی
روستايي ویلي؛ د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې افغانستان ته زمونږ د صادراتو کچه د ټولې منځنۍ کچې څخه ۷۳ ډالره لوړ دي.
په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ اتشې د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال په لومړیو ۳ میاشتو کې افغانستان ته د ایران په غیر نفتي صادراتو کې د تېر کال پر پرتله له ۱۲۳ میلیون ډالر له زیاتوالي خبر ورکړی.
په کابل کې د ایران سفارت اړوند اتشې ويلي، چې افغانستان ته د ایران په غيري نفتي صادراتو کې ۳۱ سلنه زياتوالی راغلی دی.
په افغانستان کې د ایران سفارت سودااکریزې اتشې حسين روستايي ویلي، چې سږ کال په ۳ لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ایران صادرات د تېر کال د لومړیو درې میاشتو پر پرتله د ۱۲۳ میلیونه ډالرو له زیاتوالي سره ۳۱.۱ سلنه زیاتوالی ښیي.
د نوموړي زیاته کړې، چې په دې موده کې د دې غیري نفتي صادراتو ارزښت ۵۱۷ میلیون ډالرو ته رسيږي، چې دا د تېر کال د ورته وخت پر پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښي او سږ کال په درې لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ایران غیر نفتي صادرات ۲۲۷ زره ټنه زیات شوي دي.
روستايي دا هم ویلي، چې افغانستان ته د صادراتو په توکو کې نفتي محصولات، اوبلن ګاز، د اوسپنې او پولادو پايې، پلاستیکي پایپونه، پلاستیکي اوبدل شوي فرشونه، یوریا، د چرګانو هګۍ او دانه، سمنټ، رومیان، مڼې، کچالو، بوټونه، مېوې، سابه، وچې شیدې او د کاشي ډبرو بېلابېلې بڼې شاملې دي. دغه راز په دې غيري نفتي موادو کې د څارویو جوار، وربشې، سپیلني، د لمرګلي زړي، سرب او نور توکي د افغانستان د وارداتو په زیاتوالي کې مهم توکي دي.
روستايي ویلي؛ د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې افغانستان ته زمونږ د صادراتو کچه د ټولې منځنۍ کچې څخه ۷۳ ډالره لوړ دي.
ویل کیږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا او د سوداګریزو معاملو زیاتوالی د ایران د دیارلسم حکومت له ګاونډیو سره د ځانګړي لیدلوري له امله دی.
اړوند خبرړنه:
له ابو نصر فراهي بندر څخه افغانستان ته د مالونو لېږد اته برابره زیات شوی – ایران
د افغانستان له لارې مرکزي آسیا ته د ایران سوداګریز دهلیزونو رامنځته شول
