سوداگري

افغانستان ته د ایران د ټرانزیټ کچه ۸ برابره لوړه شوه – ایران

محمد کوه‌ګرد د دوشنبې پر ورځ (د تلې نهمه) دولتي خبري سرچینې ایرنا ته ویلي: د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې څه باندې ۱۵ زره کانټینرونه، چې له څلور نیم زره ټنو ډېر وزن لري؛ د ماهیرود له پولې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

Published

on

د ایران د جنوبي خراسان ولایت د ګمرکونو عمومي رییس ويلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دغه ولایت له پولو څخه افغانستان ته د ټرانزیټ کچه ۸ برابره لوړه شوې ده.

محمد کوه‌ګرد د دوشنبې پر ورځ (د تلې نهمه) دولتي خبري سرچینې ایرنا ته ویلي: د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې څه باندې ۱۵ زره کانټینرونه، چې له څلور نیم زره ټنو ډېر وزن لري؛ د ماهیرود له پولې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

محمد کوه‌ګرد زیاته کړې، چې: دا شمېر د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله اته برابره ډېروالی ښیي.

هغه زياته کړه، چې په ټرانزيټي توکو کې مصرفي توکي، بوره، اوړه، د پخلي غوړي او سره شته، چې له ترکيې، متحده عربي اماراتو، روسيې او انډونيزيا څخه د ماهیرود ګمرک له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

Trending

Exit mobile version