تازه خبرونه
افغانستان ته د بورې لیږدوونکې کښتې د چابهار بندر ته رسیدلې
(Last Updated On: وږی ۵, ۱۳۹۹)
له هندي بورې بار کښتۍ، چې ۷۰ کانتینرونه لیږدوي؛ نن د ایران چابهار بندر ته رارسیدلې ده.
د سیستان او بلوچستان د بندرونو او سمندري چارو عمومي مشر بهروز آغايي مهر نیوز ته په ډاګه کړې، چې د سې شنبې پر ورځ دغه کښتۍ، چې په ۷۰ کانتینرونو کې یې ۱۸۹۰ ټنه هندي بوره رالیږدولې؛ اوس د تشېدو په حال کې ده.
هغه دا هم ویلي، چې ډېر ژر به د ځمکې له لارې افغانستان ته ولیږدول شي.
ایران، افغانستان او هند پر ۲۰۱۶ کال هوکړه وکړه، چې د ځمکې له لارې په منځنۍ آسیا کې د سوداګرۍ ګډ دهلیز جوړ او اقتصادي آسانتیاوې رامنځته کړي.
د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په میاشت کې د دغو هېوادونو ګډ سوداګریز دهلیز د چابهار بندر له لارې په رسمي بڼه پرانیستل شو.
د یادونې ده، چې هند په وروستیو څو میاشتو کې له دغې لارې افغانستان ته زرګونه ټنه غنم رالیږدولي دي.