تازه خبرونه
افغانستان ته د خپلواکه رادار لومړني تجهیزات راورسېدل
(Last Updated On: چنګاښ ۲۶, ۱۴۰۰)
د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې ويلي، چې د شنبې پر ورځ د چنګاښ ۲۶ کابل ته په الوتکه کې د رادار د اړتیا وړ خپلواک لومړني تجهیزات راورسیدل.
د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان خپلواکه رادار د تجهیزاتو نصبولو قرارداد له یوه فرانسوي شرکت سره لاسلیک شوی، چې ۱۱۲ میلیون یورو ارزښت لري.
سرچینې زیاته کړې، چې د رادار دا تجهیزات به د هېواد په ۱۲ برخو کې د هوایي څار لپاره ولګول شي.
د دغې ادارې د څرګندونو له مخې؛ دا رادار به د هېواد د هوایي ډګرونو فضا له صفر ټکي څخه تر ۴۵۰۰۰ فوټو پورې آسانه څارنه رامنځته کړي.
د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې چارواکو په کابل هوایي ډګر کې آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د رادار د درې سیستمونو تجهیزات نن کابل ته رارسیدلي دي.