تازه خبرونه
افغانستان ته د روسیې د بشري مرستو لومړۍ ټولګه را ورسیده
د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ د افغانستان له خلکو سره د روسیې بشري مرستې نن سهار په ۳ الوتکو کې را ولېږدول شوې، چې ۳۶ ټنه وزن لري.
نوموړي زیاته کړې؛ په دې ټولګه کې اوړه، غوړي او کمبلې دي او د اسلامي امارت د مرستو د تسلیمۍ کمیسیون د استازیو په حضور کې اړوند مسوولینو ته وسپارل شوې.
ذبیح الله مجاهد ویلي؛ د روسیې لخوا ټولې ۱۰۸ ټنه بشري مرستې په ۳ پړاوونو کې د افغانستان له خلکو سره تر سره کیږي، چې لومړۍ ټولګه یې نن او پاتي ۲ نورې هغه به يې په راتلونکې کې ترسره شي.
په کابل کې د روسیې ډیپلوماتانو هم څرګنده کړې، چې له افغانستان سره د روسيې په مرستو کې اوړه، غوړي او کمبلې شاملې دي، چې پر اړمنو کورنيو به ووېشل شي.
په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې؛ هېواد یې د افغانستان وضعیت اندېښمن کړی او غواړي افغانستان ته نورې بشري مرستې هم راولېږي.