تازه خبرونه

افغانستان ته د روسیې د بشري مرستو یوه بله ټولګه هم راورسېده

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۸, ۱۴۰۰)

د روسیې دفاع وزارت ویلي، د روسیې درې پوځي ټرانسپورټي الوتکو د شنبې پر ورځ د لیندۍ پر ۲۷ افغانستان ته د بشري مرستو خپله دوه یمه ټولګه ولېږله او ۲۰۰ روسان، افغان محصلین او نور وګړي یې بېرته ولېږدول.

د سرچینې د څرګندونو له مخې دغه درې ال ـ ۷۶ ډوله کارګو الوتکې به مسکو ته له الوتنې مخکې په تاجکستان او قرغزستان کې تم شي.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی، چې په الوتکه کې د روسیې او قرغیزستان وګړي سپاره ول، چې غوښتل یې له افغانستان څخه ووځي او دغه راز هغه افغان زدکړیالان، چې د روسیې په پوهنتونونو کې یې نوملیکنه کړې وه هم ولېږدول شول.

د ډېرو نورو هېوادونو په څیر، روسیې په کابل کې خپل سفارت ندی ایستلی او سفیر یې د اګست له میاشتې راپدیخوا، چې اسلامي امارت کابل بیا ونیوه؛ خپلې منظمې اړیکې ساتلې دي.

د یادونې ده، چې روسیې له کلونو راپدیخوا له اسلامي امارت سره د اړیکو پر جوړولو کار کړی دی.

Trending

Exit mobile version