تازه خبرونه
افغانستان ته د مرستو رالېږدولو لپاره د پیسو صندوق جوړ شو
د اسلامي همکاریو ټولنې او اسلامي پراختیایي بانک له افغانستان سره د بشري مرستو تړون لاسلیک کړ.
پاکستانيو رسنیو نن (سې شنبه د وري ۲) خبر ورکړ، چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د صندوق د جوړولو هوکړه د دوشنبې پر ورځ په اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو ټولنې او د اسلامي پراختیايي بانک تر منځ لاسلیک شوه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په حواله، دغه هوکړه لیک د اسلامي همکاریو ټولنې د سکرتر جنرال حسین ابراهیم طه او د اسلامي پراختیايي بانک د مشر محمد سلیمان الجاسر ترمنځ لاسلیک شو.
د دغه صندوق د جوړولو پرېکړه د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د ډسمبر پر ۱۹ نېټه د اسلامي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په اووه لسمه ځانګړې غونډه کې شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې؛ دا فنډ، چې د اسلامي پراختیايي بانک تر څارنې لاندې جوړ شوی؛ افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد او د نورو نړیوالو بسپنه ورکوونکیو د ګډون د یوې وسیلې په توګه کار کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې مراسمو کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه سمدستي اقدام ته اړتیا ده. هغه پر غړیو هېوادونو او نورو نړیوالو بسپنه ورکوونکیو غږ وکړ، چې له دې صندوق سره یوځای شي.
قریشي زیاته کړې، د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د OIC شورا د راتلونکي مشرتوب یو مهم اړخ دی.
باید وویل شي، چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا اته څلوېښتمه غونډه به نن او سبا په اسلام آباد کې روانه وي.
