تازه خبرونه

افغانستان ته د موازي حکومت د جوړولو هڅې بې پایلې دي

Published

on

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري واشنګتن ته د خپل سفر پر مهال د فرانسې له خبري آژانس سره په مرکه کې افغانستان ته د موازي حکومت د جوړولو خطرونه په ډاګه کړل.

بلاول بوتو زرداري د سې شنبې پر د تلې ۵ / د سپتمبر ۲۷ ویلي: مونږ له تېرو زدکړه کړې. کله، چې مسوولیت پر غاړه وانخلو او شاته ونګورو بیا؛ نو له داسې پایلې سره مخ شوي یوو، چې نورې ستونزې راته رامنځته کړې دي.

هغه زیاته کړې: زه باور لرم، چې د اقتصادي سقوط، د کډوالۍ بهیر، د ډلو لپاره د استخدام ګواښ لکه د داعش خراسان څانګې او داسې نورو په اړه زموږ اندېښنې له هغو اندېښنو ډېرې دي، چې ممکن د دوی د مالي موسسو په اړه رامنځته کیږي.

د افغانستان اسلامي امارت تېر کال په افغانستان کې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته جوړ شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ځینو پخوانیو پاکستاني چارواکو پر پرتله اسلامي امارت ته دوستانه کلمې ونه کارولې؛ خو څرګندوي، چې دا ډله( اسلامي امارت) د ښځو د حقونو په برخه کې د سیاسي فضا جوړولو ته اړتیا لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي: د تاریخ په اوږدو کې، دیکتاتور او استبدادي رژیمونو د اقتصادي بحران په وخت کې د خپلو وګړیو هوساینې ته زړه ښه کړی ندی، بلکې دوی پر فرهنګي مسلو او نورو ستونزو ډېره تکیه کوي، چې خلک په همدې مسلو کې ښکېل کړي.

د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې ټینګار څرګند کړ، چې افغانستان د ترهګرو ډلو پر ځاله د بدلېدو په حال کې دی؛ خو د اسلامي امارت حکومت د شهباز شریف دغه خبرې په کلکه رد کړې.

Trending

Exit mobile version