تازه خبرونه

افغانستان ته د نغدو پیسو لېږل روان ساتل شوي – د یوه امریکایي سناتور ادعا

د جمعې پر ورځ جمهوري غوښتونکي سناتور ټیم برچټ بریټ بارټ نیوز ته ویلي.”مونږ ته ویل شوي، چې دا همداسې ده؛ په یو ډول نه په ډول هغو دا ترلاسه کړي.دا یې ښکاره بڼه ده، چې مونږ یې په اړه پوهیږو.”

Published

on

د امریکا سناتور ټیم برچټ د جمعې پر ورځ ویلي؛ د بهرنیو مرستو له بندېدو سره – سره هره اوونۍ ۴۰ میلیون ډالر د امریکايي مالیه ورکوونکو له پیسو څخه افغانستان ته استول کیږي.

د سلواغې پر نولسمه جمهوري غوښتونکي سناتور ټیم برچټ بریټ بارټ نیوز ته ویلي.”مونږ ته ویل شوي، چې دا همداسې ده؛ په یو ډول نه په ډول هغو دا ترلاسه کړي.دا یې ښکاره بڼه ده، چې مونږ یې په اړه پوهیږو.”

افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي مرستې لېږد د پخواني حکومت له ړنګیدو او د اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته پیل شو.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پروګرام ته نغدي پیسې لېږل شوې دي او اسلامي امارات پرله‌پسې دا ادعاوې رد کړې، چې دوی له دې پیسو څخه ګټه پورته کړې ده.

د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړي مفتش (سیګار) جان سوپکو کانګرس ته شاهدي ورکړه، چې امریکا په ۲۰۲۱ کال کې له وتلو وروسته افغانستان ته ۸ میلیار‌ډ ډالر ورکړي دي.

په دسمبر ۲۰۲۳ کې، برچټ د انرژۍ نړیوالې ادارې ته د پیسو د جریان د بندولو لپاره یو قانون وړاندې کړ. دا لایحه د امریکا د استازو جرګې په یوه خوله تصویب شوه؛ خو د ډیموکراټانو تر کنټرول لاندې سنا کې یې ملاتړ ونشو.

بورچټ د روان کال په مرغومي کې د امریکا د استازو جرګې ته ویلي وه، چې افغانستان ته د پیسو د لېږد د مخنیوي لپاره یې یوه لایحه وړاندې کړې. که څه هم دا لایحه د امریکا د استازو جرګې د ملاتړ سره مخ شوه؛ خو د امریکا سنا دا تصویب نکړه. ټیم بورچټ ویلي، چې دا لایحه به د امریکا د ولسمشر تر میز رسوي.

برچټ ویلي وه: “زه د دواړو خونو له لارې د دې کار کولو او د ولسمشر ټرمپ میز ته د ژر تر ژره رسولو پر تمه یم.”

برچټ له بریټ بارټ نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې پلار یې “یو متل کاوه: ‘زاړه سړي پرېکړه کوي او ځوانان مړه کیږي.'”

د افغانستان د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري ویلي، چې اسلامي امارت د امریکا پر مرستو متکي ندی او د دې مرستو له بندېدو سره به د افغانستان د اقتصادي ودې مخه ونه نیول شي.

له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته د جو بایډن ادارې له افغانستان سره له درې میلیارد ډالرو څخه ډېرې بشري مرستې کړې دي. د امریکا د حکومت پخوانیو چارواکو ویلي، چې دا مرسته د ملګرو ملتونو له لارې په افغانستان کې د بشري ناورین د کمولو لپاره کارول شوې ده.

 

Trending

Exit mobile version