سوداگري

افغانستان ته د نغدي مرستو یویشتمه ټولګه راورسېده

Published

on

د افغانستان بانک څرګنده کړې؛ له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشرپاله مرستو په لړ کې نن یوه بله د ۳۲ میلیون امریکایي ډالرو ټولګه کابل ته را ورسېده، چې د افغانستان نړیوال بانک وسپارل شوه.

د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې له مرستو هر کلی څرګند کړی او یو ځل بیا ټینګار کوي، چې د بانکي سکتور له لارې دې دغه راز مرستې تر سره کول روڼتیا رامنځته کوي او خلکو ته د مرستې رسولو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کولی شي.

د افغانستان بانک له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د نیکو اړیکو غوښتونکی شوی او تمه لري، چې نړیواله ټولنه به هم دې برخې ته پام راواړوي او له افغانستان سره به د بانکي اړیکو د آسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې پوره همکاري وکړي.

Trending

Exit mobile version