سوداگري

افغانستان ته د هګیو چرګانو په صادراتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی – ایران

Published

on

(Last Updated On: کب ۶, ۱۴۰۲)

ایراني چارواکو د اسلامکلا له پولې افغانستان ته د هګیو چرګانو په صادراتو کې د ۱۵ سلنې له زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د خراسان رضوي ولایت په تایباد کې د حیواني طب د رییس له څرګندونو  راپور ورکړی، چې د روان کال له وري حخه د سلواغې تر پایه افغانستان ته نږدې ۱۴۸ زره د هګیو چرګان صادر شوي دي.

د حیواني طب رییس آذریان زیاته کړې؛ سږ کال د هګیو چرګانو په صادراتو کې د تېر کال د همدې مودې پر پرتله ١٥ سلنه زياتوالى راغلى دى.

نوموړی وایي؛ په همدې موده کې د اسلام‌کلا بندر له لارې افغانستان ته درې زره دوه سوه ټنه هګۍ هم صادرې شوي، چې د تېر کال پر پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

هغه افغانستان ته د ۴۷۰زره چرګوړو صادراتو ته په نغوته کې ویلي، چې سل په سلو کې حیواني او حیواني محصولات د اسلام کلا له لارې هرات ته صادریږي.

آذریان دغه راز څرګندوي؛ په ۱۴۰۲ ل. ل کال کې له افغانستان څخه د ایران له لارې  ترکیې ته درې زره او ۱۸ ټنه د غویی پوستکي په ۱۵۱ جوپو کې لېږدول شوي دي.

ویل کیږي، چې له افغانستان څخه چین او ترکیې ته څلورزره ۳۵۰ ټنه د پسونو وړۍ هم رالېږدول شوي دي.

Trending

Exit mobile version