سوداگري
افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کمېدا، ایران ته یو فرصت دی – احمد آریافر
د ایران د جنوبي خراسان ولایت د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ عمومي رییس ویلي؛ افغانستان ته د پاکستان صادرات کم شوي، چې دا د ایران لپاره یو فرصت دی.
د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې؛ د ایران د جنوبي خراسان ولایت د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ عمومي رییس احمد آریافر په یو لړ مراسمو کې افغانستان د ایران د تخنیکی او انجنیري خدماتو لپاره ښه ظرفیت لرونکی هېواد وباله.
د جنوبي خراسان والي جواد قناعت هم ویلي، د دغه ولایت شته ظرفیتونو ته پر کتو او افغانستان ته د صادراتو د زیاتوالي په خاطر غواړي، چې د ماهیرود پوله ۲۴ ساعته پرانستې وي.
ماهیرود یا د فراه ولایت ۷۸ میله د ایران او افغانستان ترمنځ ګډه پوله ده.
د ایرنا د خبر له مخې؛ د ایران د بیرجند ښار د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې د خونې مشر علیرضا خامهزر څرګنده کړې، چې سمنټ، کاشي، سیرامیک، هګۍ او خوراکی توکي د ایران له جنوبی خراسان ولایت څخه ازبکستان، عراق، افغانستان او ترکمنستان ته صادریږی.
ایران د افغانستان یو له سترو سوداګریزو شریکانو څخه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ښار سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې سږ کال ۶۷ زره ټنه کرنیز محصولات د دوغارون بندر له لارې افغانستان ته صادر شوي دي.