تازه خبرونه

افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې ۴۳.۶ سلنه کموالی راغلی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۴, ۱۳۹۹)

افغانستان ته د پاکستان د سوداګریزو توکو صادرات او آسانتیاوو کې د تېر کال په پرتله ۴۳.۶۱ سلنه کمښت راغلی دی.

د پاکستان د نشنل سرچینې د راپور له مخې؛ پاکستان د روان کال د جولای تر میاشت۶۱.۲۵ میلیون دالر صادرات درلودل. په داسې حال کې، چې دوی د تېر کال تر جولای پورې ۱۰۴.۶۴ میلیون دالرو صادرات لرل.

دغه راز پاکستان ته د افغانستان د محصولاتو واردات له ۹.۷ میلیون دالرو څخه ۴.۲ میلیون دالرو یا ۵۶.۷ سلنې ته راولیدلي دي.

د پاکستان حکومتي بانک هم په ورته موده کې نورو هېوادونو ته هم د صادراتو له کمښت خبر ورکړی. د دې حکومت صادرات په جولای کې ۱۴.۵۷ سلنې ته له ۲.۲ میلیارد دالرو څخه ۱.۸۹ میلیارد دالرو ته راټیټ شوی دی.

دا هر څه د مارچ په میاشت کې د کرونا ویروس د خپریدو له کبله د ټولو له بندیدو رامنځته شوي دي.

پاکستان له افغانستان سره د جولای په میاشت کې پوله پرانیسته.

له پاکستان سره د سوداګرۍ درې عمده لارې؛ د چمن، تورخم او غلام خان لارې پرانیستل شوې؛ خو تر دې دمه یې وروسته پاتې معاملې جبران کړي ندي.

پاکستان او افغانستان ۱۸ ګډې لارې لري؛ خو ډېر چمن او تورخم کارول کیږي.

Trending

Exit mobile version