سوداگري

افغانستان ته غیر نفتي صادرات ۳۱ سلنه زیات شوي – ایران

د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ خونې د نړیوالو اړیکو او سوداګرۍ پراختیا کمیسیون ویاند روح الله لطیفي ویلي، چې د روان لمریز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې افغانستان ته د ایران د ناتېلي صادراتو ارزښت د تېر کال د ورته وخت پر پرتله ۳۱ سلنه زیات شوی دی.

Published

on

یوه ایراني چارواکي ويلي، چې د روان لمریز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې افغانستان ته د ایران د ناتېلي صادراتو ارزښت شاوخوا دوه میلیارډ امریکایي ډالر دی.

د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ خونې د نړیوالو اړیکو او سوداګرۍ پراختیا کمیسیون ویاند روح الله لطیفي ویلي، چې د روان لمریز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې افغانستان ته د ایران د ناتېلي صادراتو ارزښت د تېر کال د ورته وخت پر پرتله ۳۱ سلنه زیات شوی دی.

د ایران ټایمز ورځپاڼې، چې د ایران انګلیسي ژبې دولتي ورځپاڼه ده هم د لطیفي د څرګندونو له مخې ویلي، چې په دې ۱۰ میاشتو کې ایران افغانستان ته د یو میلیارډ او  ۹۷۲ میلیون ډالرو غیر نفتي توکي صادر کړي دي.

د لطیفي د څرګندونو له مخې؛ په تېرو ۱۰ میاشتو کې افغانستان د ایران د ګاونډ هېوادونو تر منځ د دې هېواد د محصولاتو لپاره څلورم لوی صادراتي ځای و.

د تېر کال په اګست میاشت کې د ایران یوه سوداګریز پلاوي په کابل کې د ریاست الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره ولیدل او څرګندوي، چې ایران د کانونو د صنعت د پراختیا، د لمریزې برښنا د تولید او په افغانستان کې د اورګاډي د اتصال د پراخولو لپاره د پانګونې له راجلبولو سره علاقه لري.

Trending

Exit mobile version