سوداگري
افغانستان ته نږدې ۹۰۰ میلیون دالر نغدي بشري مرسته رارسېدلې – د افغانستان بانک
نن (چارشنبه د غبرګولي یوولسمه) د افغانستان بانک چارواکو ویلي، چې هېواد ته نږدې ۹۰۰ میلیون دالر نغدي بشري مرسته رارسېدلې ده.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د افغانستان بانک وياند محمد صابر مومند څرګنده کړې: له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په لړ تر اوسه پورې ٣٠ نغدې ټولګې، چې ټولټال ٨٨٩ مليون او شپږ سوه زره امريکايي ډالره کيږي؛ هېواد ته رارسيدلي دي.
د محمد صابر مومند د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان بانک له بشري مرستو د ستاینې ترڅنګ پر نړیوالې ټولنې غږ کوي، چې له افغانانو سره په نورو اړینو برخو کې هم مرسته او همکاري وکړي.
محمد صابر مومند په دې باور دی، چې د بانکدارۍ له لارې د بشري مرستو رسول به روڼتیا رامنځته او خلکو ته به د مرستو په رسولو کې پوره آسانتیاوې برابرې کړي.
هغه همداراز ټینګار کړی چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو په بڼه د نغدو اسعارو راتګ د افغانیو د تبادلې پر نرخ او د ارزښت پر ثبات د پام وړ اغېز لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان بانک دوه ورځې وړاندې د افغانیو پر وړاندې د ډالر د ارزښت د راټیټولو لپاره ۱۲ نیم میلیون دالر داوطلبۍ ته وړاندې کړي وه او اوس د هېواد په بازارونو کې یو امریکايي ډالر په ۸۸،۸۵ افغانیو پلورل کېږي.