تازه خبرونه
افغانستان ته هر کال د ۱۸۰ میلیون دالرو پر ارزښت لبنیات راوادردیږي
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې ویلي، چې هر کال د ۱۸۰ میلیون دالرو پر ارزښت لبنیات له بهرنیو هېوادونو واردېږي، چې دا کار باید په هېواد کې پر مالدارۍ پانګونې ته زمینه برابره کړي.
د کرني او مالدارۍ وزارت مسوولینو ويلي؛ د مالدارۍ او فارم جوړونې د سکتور د پراختیا لپاره به هڅې چټکې کړو او خصوصي سکتور ته به په کې د پانګونې زمینه برابره شي.
د کرنې اومالدارۍ وزارت مسوولینو ويلي؛ په هېواد کې د قرقل پسونو د نسل ساتنې او پراختیا ترڅنګ به خصوصي سکتور وهڅول شي، چې د مالدارۍ په سکتور کې پانګونه وکړي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین زیاتوي، چې په هېواد کې د مالدارۍ د عصري کولو او فارمونو د پراختیا لپاره نوي پلانونه تر لاس لاندې لري.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وایي: مالداري د هېواد یو اړین سکتور دی. کرنې وزارت په پام کې لري، چې په دې سکتور کې خصوصي سکتور پانګونې ته وهڅوي او خپله هم د قرقول پسونو په ګډون د هېواد د مالدارۍ پخواني بهیر پراخه کړي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونه او د خصوصي سکتور غړي وايي؛ هېواد ته هرکال د نږدې ۱۸۰ میلیون دالرو پر ارزښت لبنیات له ګاونډ او د نړۍ له نورو هېوادونو څخه وا ردیږي.
دوی زیاتوي؛ که خصوصي سکتور ته زمینه برابره شي چمتو دي، چې د صنعتي مالدرۍ په برخه کې پانګونه وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي: که د کرنې او مالدارۍ وزارت په دې برخه کې خصوصي سکتور ته ځمکه، انرژي او د سړخونو آسانتیاوې برابرې کړي؛ خصوصي سکتور پانګونه کولی شي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده ویلي؛ مونږ هیله لرو، چې خصوصي سکتور ته د پانګونې فرصت او زمینه برابره شې. خصوصي سکتور کولی شي په کور د ننه زیاته پانګونه وکړي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو هم ويلي؛ د مالدارۍ په سکتور د پانګونې زیاتوالی هېواد له اقتصادي بحران څخه ایستلی شي.
د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وایي : زمونږ هېواد کرنیز دی او د لته د مالدارۍ په سکتور کې پانګونه او دې سکتور ته د پراختیا ورکولو لپاره ډېر لوړ ظرفیت لرو. هیله لرم، چې د کرنې وزارت دې برخي ته جدي پاملرنه وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ويلي، چې افغانستان ته اوس هم د غټو مالونو غوښې، د چرګانوغوښې، د چرګانوهګۍ، د ماهیانوغوښې، شیدې، مستې، تروې، پیروی، پنیر، شات او د اړتیا وړ نور هغه محصولات د ګاونډ هېوادونو په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو واردیږي. په دا سې حال کې، چې افغانستان یې پخپله تولیدي وړتیاوې لري.