تازه خبرونه

افغانستان ته ځينې هېوادونه تياره او ځينې رڼاوې ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سلما اوبو د هغو کسانو پر تندیو د شرم خولې جاري کړې چې نه یې غوښتل د افغانستان تږی ستونی له دغو اوبو استفاده وکړي.

 ځینې شنونکي په دې باور دي چې افغانستان له خپل ګاونډي هېواد پاکستان څخه تیارې تر لاسه کوي خو لږ لرې هند افغانستان ته رڼایي ورکوي. اقتصادي شنونکي په دې عقیده لري چې که پر سلما بند نور کار هم وشي، امکان لري دا پروژه سراسري شي.

څلوېښت کاله تېر شول تر دې چې هریرود له سلما سره وصل شو، د هریرود اوبه وروسته له دې نه ضایع کېږي، اوس سلما د هراتیانو کورونو ته رڼایي او کروندو ته یې هم اوبه ورکوي. دغه پروژه د هند د مرستو له کبله ثمر ته ورسېده.

د ملګرو ملتونو د ښه نیت سفیر فرهاد دریا وايي: “نن ورځ هريرود له ډېرې خوشالۍ په جوش راغلی، نن ورځ د هغو کسانو په ټنډو د شرم خولې بهېږي چې نه يې غوښتل افغانستان له خپلو اوبو څخه ګټه واخلي.”

سلما هند جوړ کړ، کوم هند چې پروژې یې پاکستان لړزوي او هغه پاکستان چې نه غواړي د خلکو کورونه دغلته په افغانستان کې رڼا شي.

سیاسي شنونکی احمد سعیدي وايي: “سربېره پر دې چې سلما بند يوه لويه اقتصادي پروژه ده، دا حقانيت هم رسوي چې هند زموږ کور ته رڼايي او پاکستان تياره راولي.”

 باید څلوېښت کاله مخکې سلما بند جوړ شوی وای، د ځینو ګاونډیو هېوادونو مداخلو، جګړو او تاوتریخوالي د دې پروژې د بشپړېدو مخه ونیوله، اوس تمه ده چې سلما په افغانستان کې د برښنا د تولید په یوې سترې پروژې واوړي.

د سوداګرۍ او صنایعو پخوانی وزیر محمد امین فرهنگ وايي: “که امکانات شته وي، د دې پروژې ظرفيت لوړېدای شي، تر دې چې په يوه لويه پروژه بدله او سرتاسري شي.”

د سلما د بند تر څنګ، هند د افغانستان د ملي شورا ودانۍ هم جوړه کړې ده. هند دا راز په امنیتي برخه کې هم له افغانستان سره پوځي مرسته کړې ده.

Trending

Exit mobile version