لوبی

افغانستان په آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام کې ویټنام ته ۵ پر ۲ ماتې ورکړه

افغانستان له دې بریا سره درې امتیازونه ترلاسه کړل او په B ګروپ کې درېیم ځای ته پورته شو؛ خو حذفي پړاو ته د دې هېواد د تګ برخلیک به د ګروپ د پاتې سیالیو له پایلو سره تړلی وي.

Published

on

 

افغانستان د دوشنبې پر ورځ د ۲۰۲۶ز.کال د آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام په« ای‌اف‌سي» سیالیو کې د B ګروپ د وروستۍ لوبې پر مهال ویټنام ته ۵ پر ۲ ماتې ورکړه او د ګروپي پړاو سیالۍ یې په بریا پای ته ورسولې.

افغانستان له دې بریا سره درې امتیازونه ترلاسه کړل او په B ګروپ کې درېیم ځای ته پورته شو؛ خو حذفي پړاو ته د دې هېواد د تګ برخلیک به د ګروپ د پاتې سیالیو له پایلو سره تړلی وي.

افغانستان لوبه په پیاوړي ډول پیل کړه او د لوبې په درېیمه دقیقه کې محمد اکبر د رامز فاروق له پاس څخه پر ګټه اخیستو لومړی ګول وواهه.

درې دقیقې وروسته د افغانستان دروازه‌ساتونکي محمد اسحاق د خپل نیمایي له دننه څخه پیاوړ دوه‌یم ګول وواهه او د افغانستان برلاسی یې دوه برابره کړ.

افغانستان خپل بریدونه روان وساتل او رامز فاروق په پنځلسمه دقیقه کې د میدان له منځنۍ کرښې څخه په لرې واټن ویشتلي توپ سره درېیم ګول وواهه.

ویتنام دوه دقیقې وروسته د هو کووک هونګ له لارې یو ګول وواهه. هغه د نګو ټان ټای د کونج له پاس څخه پر ګټه اخیستو د ویټنام د ګولونو حساب پرانیست.

د دواړو لوبډلو له څو هڅو سره- سره افغانستان خپله برلاسي وساتله او احمد نذیر په نهه‌ویشتمه دقیقه کې د سر پر ضربې څلورم ګول وواهه.

یوه دقیقه وروسته د ویتنام ټران نګوک باو دوه‌یم ګول وواهه؛ خو هدایت‌الله قریشي په څلوردېرشمه دقیقه کې پنځم ګول وواهه او د افغانستان ۵ پر ۲ بریا یې ډاډمنه کړه.

له دې بریا سره افغانستان حذفي پړاو ته د تګ هیله پیدا کړه؛ خو د دې هېواد د صعود برخلیک به د ګروپي سیالیو له بشپړېدا وروسته ښکاره شي.

Trending

Exit mobile version