تازه خبرونه
افغانستان دې د تحریک طالبان پاکستان مشران راوسپاري – محسن نقوي
د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د افغانستان له اسلامي امارت غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان مشران دې وروسپاري.
محسن نقوي د یکشنبې پر ورځ د لاهور په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: هغه برید، چې پېنځه چینایي انجنیران او د هغوی پاکستاني ډریور په کې ووژل شول؛ په افغانستان کې پلان شوی او په پاکستان کې د شته اسانتیاوو پر مرسته ترسره شو.
هغه د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته څرګنده کړې: “د TTP مشرانو دا برید د یوې ځانګړې پروژې په توګه طرحه کړی وه او د دښمن استخباراتي ادارو دوی ته د دې برید لپاره ډېرې پیسې ورکړې.”
نقوي له اسلامي امارت وغوښتل، چې د تحریک طالبان پاکستان د مشر نور ولي محسود، د پاکستان په ملاکنډ سیمه کې قومندان عظمت الله او د دې ډلې د نورو مشرانو ترڅنګ بختیار شاه، عبدالله او خان لالا نومي دا درې کسان دې ونیسي.
هغه ويلي: ” مونږ له افغانستان سره ښې اړيکې غواړو؛ خو د دې لپاره مهمه ده، چې دغه وسلوال ونيول شي، محاکمه شي او يا هم مونږ ته وسپارل شي.”
د پاکستان او افغانستان اړیکې په وروستیو میاشتو کې ترینګلې شوې دي.
اسلامآباد وايي؛ کابل د هغو وسلوالو ډلو پر وړاندې، چې پاکستان په نښه کوي پوره کار نکوي.
نقوي وایي: ” پاکستان په دې اړه د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره خبرې کړې او ټینګار یې کړی، چې هلته د فعالو ترهګرو پر ضد اقدام وکړي؛ خو تر اوسه مو کومه ښه پایله نده ترلاسه کړې.”
هغه ویلي، چې وسلوال د افغانستان د چارسمبالي حکومت له کمزورۍ ګټه پورته کوي.
د دې پوښتنې په ځواب کې، چې که افغان حکومت همکاري ونکړي؛ نو پاکستان به څه وکړي؟ محسن نقوي ويلي، چې “حکومت به یواړخیزه پرېکړه وکړي.”
د پاکستان کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې کابو دوه اوونۍ وروسته له هغې کوي، چې د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف ویلي؛ په افغانستان کې پر چینايي انجنیرانو برید پلان شوی و او ځانمرګی هم یو افغان و.
د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې همغږي کوونکي رای طاهر هم د دغه هېواد د کورنیو چارو له وزیر سره په رسنیز کنفرانس کې ویلي؛ بریدګر، چې اصلي نوم یې متقی او مستعار هغه یې تقي دی، د افغانستان وګړی دی.
د پاکستان امنیتي ځواکونو تر اوسه د دغه برید په تړاو ۱۱ شکمن کسان نیولي دي.
رای طاهر وايي، بریدګر له برید څلور میاشتې مخکې له افغانستان څخه پاکستان ته اوښتی و.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه ځانمرګی بریدګر د افغانستان په کونړ ولایت کې روزل شوی او یو له هغو څلورو وسلوالو څخه و، چې د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې پاکستان ته دننه شوی و.
هغه ویلي، چې په ملاکنډ ضلع کې یو موټر پلورونکي د پاکستان تحریک طالبان (ټي ټي پي) له غړو سره مرسته کړې، چې له چاودېدونکیو توکو ډک موټر پاکستان ته راتېر کړي.
کله، چې نقوي وپوښتل شو، چې څنګه له چاودیدونکیو توکو ډک موټر پرته له دې، چې کشف شي د پاکستان دننه نږدې ۱۰۰۰ کیلومټره سفر وکړ؟ نقوي ویلي، چې امنیتي چارواکو موټر د پلټنو لپاره ودراوه؛ خو هیڅ شک پرې رامنځته نشو.
هغه دا هم ويلي، چې د موټر په چک کې د غفلت له کبله له چارواکو سره معامله شوې ده.
له دې مخکې د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان هغه ادعاوې رد کړي، چې ګواکې پر چینايي انجنیرانو په برید کې افغانان لاس لري.
د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي ويلي، چې افغانان په دې ډول بريدونو کې لاس نلري او پر افغانستان تور لګول له حقيقته د ذهنونو اړولو يوه ناکامه هڅه ده.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
نړۍ5 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
تحول5 days agoتحول: پر افغانستان د منځني ختیځ د جګړې اغېزې

