نړۍ
افغانستان دې د درې گونو قواوو د توازن ساتنه غوښته وكړي – امريكا
دامريكا د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي:
امريكا هيله لري، چې د افغانستان رهبران د خپلو اختلافاتو د حل لپاره همكاري وكړي.
په داسې حال كې، چې د افغانستان دپارلماني ټاكنو پرسرلانجه دوام لري او د دولت د درې گونو قواوو ترمنځ كړكېچ زيات شوى د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د اساسي قانون له مخې د دې لانجې پرحل ټينگار كوي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي:
دامريكا دولت ارزو لري، چې د افغانستان سياسي رهبران د دې ستونزې د حل په موخه پر يوه گډ پروگرام كار وكړي.
د هغه په وينا:
امريكا دوى هڅوي، چې دا ستونزه د مذاكرې او اساسي قانون له مخې حل كړي او د اجرائيه ،قضائيه او مقننه قوې ترمنځ د توازن او څارنې لازم سيستم وساتي.
هغه وايي:
د امريكا متحده ايالات تل ټينگاركوي، چې په ټاكنو كې شوې درغلۍ د افغانستان د اساسي قانون او ډ يموكراتيكو اصولو له مخې حل شي.
امريكايي چارواكي په داسې حال كې دا وړڅرگندونې كوي، چې په دې وروستيو كې ولسمشر حامد كرزي د يوه فرمان له مخې د ټاكنو خپلواك كميسيون ته لارښوونه وكړه، چې:
ژر تر ژره د كابل د استيناف قضائيه محكمې قرار نهايي كړي .
دا فرمان د ولسي جرگې د يو شمېر غړيو د غبرگون لامل شوى او وايي:
د ولسي جرگې په تركيب كې هيڅ ډول بدلون نه مني .