سیمه ییز خبرونه
افغانستان د آسيا شل اووريزجام اتلولي خپله کړه
په نيپال کې د کرکت آسيايي شل اووريزو سياليو په پايلوبه کې افغانستان نيپال ته په ماته ورکولو په پرله پسې څلورم ځل لپاره دغه اتلولي خپله کړه.
د لس آسيايي هېوادونو په گډون د کرکت دغه شل اووريزې سيالۍ د وري په ٦مه په نيپال کې پيل شوې وې، چې د چهارشنبې په ورځ(د وري۱۴) د افغان ملي لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسيدې.
پچه افغان لوبډلې وگټله، خو لومړى يې د نيپال لوبډلې ته د لوبې کولو پرېکړه وکړه.
نيپالۍ لوبډله په شل اوورونو کې د شپږ لوبغاړيو په سوزېدو افغانستان ته د ١٣٦منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډلې خپل اننگز پيل كړ او دغه هدف يې په اسانۍ په اتلسم اوور کې د درې لوبغاړيو په سوزېدو ترلاسه او اتلولي يې وگټله.
د افغانستان لپاره کريم صادق ٣٢ او گلبدين نايب ٤٣ منډې جوړې كړې.
گلبدين نايب د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د يادونې وړ ده، چې افغان ملي لوبډله پرله پسې دا څلورم ځل دى، چې د دې سياليو اتلولي گټي. لدې مخکې افغانستان په ٢٠٠٧، ٢٠٠٩ او ٢٠١١ کلونو کې د دغو سياليو اتلولي خپلې کړې.
د نيپال له سياليو د هانگ کانگ او نيپال لوبډلو د شل اووريز نړيوال جام د غوراوي سياليو لپاره غوره شول. دغه راز افغانستان د يو ورځني کرکت دريځ په لرلو او د اماراتو د کوربه توب له كبله لا دمخه دغو سياليو ته لاره پيدا کړې ده.